جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزلوړ ولور او لګښتونو ځوانان په ملا مات کړي

لوړ ولور او لګښتونو ځوانان په ملا مات کړي

رفيع الله ارمان

واده چې د کورنۍ د تشکيل لومړی او وروستی ګام دی بايد په پوره احتياط واخيستل شي؛ د يوې کورنۍ د خوښۍ او يا تل پاتې پريشانۍ سلسله له همدې ځايه پيليږي. اسلامي شريعت او مدني قانون واده ډير مزين، آسانه او ارزښتمن کړی دی. د اسلام مبارک دين د مهر لوړ حد نه دی ټاکلی او مذهبونه هم د مهر د لوړ حد په اړوند د نظر يووالی لري او وايي چې د مهر لوړ حد نه دی معلوم؛ د اسلام دين او مذهبونو د لږ مهر لپاره هڅونه کړې ده او حضرت محمد(ص) په ډيرو احاديثو کې خپل امت د مهر لږوالي ته هڅولی دی.

عايشه (رض) له حضرت پيغبر(ص) نه روايت کوي وايي چې ډيرې برکت ناکې ښځې هغه دي چې د آسانه مهر لرونکې وي. په يوه بل ځای کې هم حضرت مصطفی (ص) يوه صحابي ته فرمايي ژباړه: د مهر لپاره يې ولټوه ولو که اوسپنيزه ګوته هم وي. له پورتتنيو احاديثو څرګنديږي چې پيغمبر(ص) د مهر لوړ حد نه دی ټاکلی خو خپل امت يې د مهر کموالي ته هڅولی دی.

د مهر د کم حد په اړه اسلامي فقها د نظر يوالی نه لري، امام حنبل، امام شافعي، امام محمد بن حنبل شيباني او قاضي ابو يوسف په دې نظر دي چې په اسلامي شريعت کې د مهر کم حد نه دی ټاکل شوی ځکه کوم آيات يا کوم صحيح حديث په دې اړه نه دی روايت شوی؛ خو امام مالک او امام ابوحنيفه په دې نظر دي چې په اسلامي شريعت کې د مهر کم حد ټاکل شوی دی خو په اندازه کې يې سره اختلاف شته، امام ابوحنيفه د مهر کم حد لس شرعي درهمه ګڼي او وايي چې که مهر له لسو شرعي درهمو کم وي نو مهر صحيح نه دی. امام ابوحنيفه په دغه حديث باندې استدلال کوي چې جابر او ابن عمر له پيغمبر(ص) څخه روايت کړی دی( لا مهر اقل من عشره دراهم) ژباړه: له لسو درهم څخه کم مهر نشته. خو د محديثينو په اند دغه حديث ضعيف دی ځکه سند يې تر حضرت علي کرم الله وجه پورې رسيږي او تر پيغمبر(ص) پورې يې سندر نه رسيږي. 

دا چې د مهر د کم حد په اړه له حضرت محمد (ص) نه کوم صحيح حديث نه دی روايت شوی نو په لسو درهمو يا زياتو باندې به يې محدودول غوره نه وي؛ ځکه پيغمبر(ص) يوه ښځه د قرآن کريم په يو سورت سره په نکاح ورکړې ده. سهيل بن سعد روات کوي چې يوه ښځه د پيغمبر(ص) حضور ته راغله او ورته يې وويل چې ما په نکاح واخله، نو پيغمبر(ص) غلی شو. يوه سړي وويل اې پيغمبره د خدای؛ که ته ورته ضرورت نه لرې نو ماته يې په نکاح راکړه، پيغمبر(ص) ورته وويل چې آيا ته د مهر لپاره څه لرې؟ هغه سړي ورته وويل نه. پيغمبر(ص) بيا ورته وويل د قرآن کريم سورت د ياد دی؟ هغه سړي ورته په ځواب کې وويل هو فلانی سورت مې په ياد دی؛ نو پيغمبر(ص) ورته وفرمايل ژباړه: هغه ښځه مې تاته په نکاح درکړه. 

له پورتنيو احاديثو نه څرګنديږي چې د کورنۍ تشکيل يعنی واده چې څومره په کم لګښت باندې تر سره شي شرعي بڼه لري؛ خو متاسفانه چې په افغانستان کې د واده د عقد شرايط او قاعدې په بل ډول تر سره کيږي چې ټولنې يې د اخلاقي بحران تر څنګ په اقتصادي زوال هم اخته کړې دي، او هيواد يې د ګړنګ په غاړه درولی دی، په نتيجه کې ځوانان انفجار، انتحار او نشه يي توکو ته مخه کوي يا خو بيخي له وطن نه تيښتې ته مجبور شي.

د نجلۍ لوړ ولور او د واده لوړ لګښتونه د دې سبب کيږي چې کوژدن شوی ځوان بايد پنځه کاله مسلسل لومړی د خپلې کوژدنې، پنځه لکه ولور او پنځه لکه د واده لګښتونه چمتو کړي تر څو خپله ناوې کور ته راولي.

لومړی خو يې د شريک خواږه ژوند؛ پنځه تر لسو کالونو پورې مينه ناک وختونه دلته په ملا ماتونکي ولور او لګښتونو پسې په پردي وطن کې تيريږي. پنځه کاله وروسته چې بيرته راستون شي، حالات بدل، خلک بدل، ځواني په نيمايي لګيدلې وي، ناوې ډيرو فکرونو او چورتونو نيمه خوړلې وي؛ هغه د واده حوس او آرمان په زړه خوړونکو فکرونو بدل شوی وي او …

بله بدبختي دا ده چې زوم کټلې پيسې د واده په دريو شپو ورځو کې ميلمنو، خسر خيلو، کلي کور او ولس ته جبري خرابات کړې وي، نو پوره لسمه ورځ بيا د خوارک لپاره څه نه لري، د واده لومړۍ شپې ورځې يې بيا د لوږې، غريبۍ او د کلي کور پيغور ونيسي. په ملا مات، ژوند، کور، کلي او ولس ته مات زلمی لسمه ورځ بيا د اوږدو کالونو د سفر څپلۍ په پښو کړي، د ناوې، شريک ژوندانه، د پالنګ آرامه خوب، د مينې او ځوانۍ آرمان بيا ورسره ايران يا کوټې ته روان وي .. په واده کې دومره پور ور په غاړه شي چې پوره شل کاله به يوازې د دې لپاره شپه ورځ په ځان يوه کوي چې د واده قرضونه  خلاص کړي. 

دلته د ناوې او زوم ناز، راز، مينه، خوښي، ژوند او سيالي يوازې درې ورځې ده، په څلورمه ورځ زوم د  ايران دی ناوې د کورنۍ د غړو چوپړه.  زوم ايله داسې وخت کور ته راستون شي چې د ناوې په سر کې سپين د فقر، بې وسۍ، معصوميت او د ځوانۍ د رژيدلو هيلو ساندې وايي او د زوم نړيدلی بدن د ټولنې د بد عرف او رواجونو د ستم او جبر ترخه کيسه کوي.

3 COMMENTS

  1. ولور ( د یوی پیغلی او ځوان د روحی او حتی جسمی شکنجی پتوګه) د پښتون ټبر ( خصوصاً غیر ښاری پښتون) د عاطفی او مهربانی د بڼ ګلونه بد رژولی او یا حد اقل خزان کړی دی.

  2. آیا د دې وخت ندی رارسېدلی چې پدې 21 پېړۍ کې مونږ افغانان او خصوصا پښتانه د دې ناسمو او ملا ماتوونکو دودونو ، ولور ، لوړو مصرفونو او سیالیو نه ځانونه خلاص کړو؟ ډېر وخت مونږ د منطق پرځای سیالو او د خلکو له پېغوره ځان خلاصولو لپاره داسې کارونه کوو چې ټول ژوند بیا پرې پښېمانه کېږو.
    دا رواجونه د مالي او اقتصادي تاوان ترڅنګ زمونږ د نسلونو د تباهي سبب کیږي . کله چې په ځواني کې د خپلو اولادونو پالنه او روزنه ونکړو ، په بوډاتوب کې د اولادونو روزنه لاستونزمنه وي .
    زما په نظر د قومي جرګو او دیني عالمانو په مشورو سره د حل لارو د موندلو لپاره نوي قوانین باید وضعه شي. مثلا د ګران بیو هوټلونو ، قیمتي غذاوو ، لوړ ولور او نورو بېځایه دودونو د مخنیوي لپاره په ساده مراسمو او کم مصرفوغذاوو فکر وشي . په یوه وخت کې د څو ځوانانو ودونه په یوه ځای کې سرته ورسیږي . هغوی چې اقتصادي ستونزې نه لري له ناتوانو ځوانانو سره هراړخیزې مرستې او نور …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب