جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريچې دا اداري فساد به د چا کار وي؟| جنرال دولت وزیري

چې دا اداري فساد به د چا کار وي؟| جنرال دولت وزیري

موږ ټول منو چې رشوت حرام دی او د رشوت په پیسو حج کول او د اولادونو روزل هم حرام دي. د دې تر څنګ فساد تر دې کچې چې د مړو تر تابوتونو هم ورسید.

رشوت دېته وايي چې یو څوک د خپلې ګټو په خاطر بل شخص ته مال ورکړي یا مالي ګټه ورورسوي او له دې سره مقابل شخص د ده په ګټه یو کار یا یوه پرېکړه وکړي. دا کار ممکن د نورو خلکو د سخت زیان یا هم لږ زیان سبب شي.

ټول وايي: چې په اداري فساد کې لاس نه لري، رشوت خو  حرام ګڼي او مسلمان خو حرام نه کوي.

چې موږ نه اداري فساد کوو، حرام نه خورو او نه رشوت اخلو. زه اوس پوه شوم چې دا هر څه پيريان کوي. موږ بېځايه يو او بل ملامتوو.

پيريان له ځان څخه پيشو، چرګ، سپی او بلا جوړولای شي.

زه خو وايم چې دا مفسدین او رشوت خواره ټول پيريان دي. هيله ده څوک مه ملامتوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب