جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، حکومت ته یې د خپلو بندیانو متبادل لیست نه دی...

طالبان وايي، حکومت ته یې د خپلو بندیانو متبادل لیست نه دی سپارلی

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۸) افغان طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې دوی د افغانستان حکومت ته د خپلو بندیانو متبادل لیست سپارلی دی.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف وروسته له دې پیدا شو چې د افغانستان حکومت د جمعې په ورځ وویل، د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ بندیان په دې خاطر نه خوشي کوي چې لوی جرمونه یې کړي او که یې خوشي کړي خطرناک دي.

د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو ۴ زره ۱۹ بندیان خوشي کړي او طالبانو یې په مقابل کې د حکومت ۷۳۷ بندیان خوشي کړي دي.

د افغانستان حکومت ویلي چې طالبان دې د ۵۹۲ نورو بندیانو لیست وروسپاري.

د پنجشنبې په ورځ ځینو رسنیو  وویل چې طالبانو حکومت ته متبادل لیست سپارلی دی خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین امریکا ږغ ته ویلي چې دا خبره سمه نه ده «دا موضوع حقیقت نه لري. د بندیانو کمیسیون ما ته وویل چې تراوسه یې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې… فکر کوم چې دا یو تاکتیک دی چې وخت ضایع کړل شي. تر دې دمه موږ د متبادلو کسانو لیست نه دی ورکړی.»

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، تر څو چې د دوی ۵ زره بندیان خوشي شوي نه وي د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه پیلوي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي د طالبانو نژدې ۶۰۰ بندیانو ته په اشارې وویل، دا کسان په بېلابېلو جرمونو او جنايي فعالیتونو کې د لاس لرلو په خاطر نیول شوي او له طالبانو سره تړاو نه لري.

خو طالبان دا خبره نه مني او وايي چې حکومت د خپلې ادعا ثبوت نه لري.

ځینې دولتي چارواکي وايي، د طالبانو په پاتې ۶۰۰ بندیانو کې ۱۵۵ یې پاکستاني جنګیالي دي چې له افغان پوځیانو سره په مخامخ جګړو کې نيول شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب