افغانان د جګړو او مېړانې تر څنګ په بې تفاقیو کې هم ډېر زړور او له هیچا څخه کم نه دي.
هیله ده پر چا بده ونه لګېږي، خو دا یو ښکاره حقیقت دی چې دوه تنه افغانان تل درې ګوندونه جوړوي، بیا د یو بل پرضد لګیا وي.
خوشحال بابا به هم تل د دوی له بې اتفاقیو څخه سر ټکاوه او ویل به يې:
په بل غشي، بل ټوپک ویشتلی نه یم
که ویشتلی یم بیا هم په خپل ټوپک یم
اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګریوان پاره کړ
سره یو تر بله اخته دي په خپل کور کې
په نفاق يې غم و ما ته اجاره کړ
که د تاریخ پاڼې واړوو، و به ګورو چې په پنځلسمه پېړۍ کې ګوډ تیمور د افغانانو په مرسته پر هند برید وکړ، په هند کې يې د خپلو افغانانو د سلطان محمود غلځي (غلجي/ ۱۴۳۶- ۱۴۶۹م کال) او ملوخان افغان واکمنیو ته د پای ټکی کیښود.
په همدې توګه په شپاړسمه پېړۍ کې په هند کې (له ۱۴۵۱ تر ۱۵۲۶م کاله پورې) د لوديانو ستره واکمني وه.
هلته سلطان بهلول لودي، سلطان سکندر لودي، سلطان ابراهیم لودي او نورو لوديانو واکمني کوله. د سلطان ابراهیم لودي د واکمنۍ پر مهال، دولت خان لودي د پنجاب او عالم خان لودي د ملتان واکمنان وو. یو يې د سلطان ابراهیم کاکا(تره) او دا بل يې د کاکا زوی(د تره زوی) و.
دوی دواړه کابل ته راغلل، محمد ظهيرالدین بابر ته يې بلنه ورکړه تر څو ډهلي ته ورشي او د سلطان ابراهیم لودي واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي. د دوی دواړو په مرسته بابر پر هند برید وکړ او د سلطان ابراهیم لودي ستره واکمني یې له منځه يووړه.
له بابر وروسته شیرشاه سوري (له ۱۴۸۶- د ۱۵۴۵م کال د مې تر ۲۲مې) د بابر زوی همایون مات کړ او د سوریانو په نامه يې ستره واکمني رامنځ ته کړه، خو د شیرشاه سوري د لمسي او د سلیم شاه د زوی عدلي سوري د واکمنۍ پر مهال نیازي سردارانو د بابر زوی ته چې په ایران کې اوسیده بلنه ورکړه تر څو په هند کې د سوریانو واکمنۍ پای ته ورسوي.
همایون د دوی په مرسته پر هند برید وکړ او د سوریانو واکمني يې را وپرځوله او د سوریانو پر ځای يې د مغلو واکمني پیړۍ- پیړۍ پر هند واکمنه کړه.
په اتلسمه پېړۍکې شاه اشرف هوتکي چې د ایران په اصفهان کې واکمن او په ټول ایران يې واک چلېده، د نادر افشار په مقابل کې د هرات ابداليانو او د کندهار غلجيانو له شاه اشرف سره مرسته ونه کړه. په دې توګه اصفهان، هرات او کندهار د نادر افشار لاس ته ورغلل. همغه وو چې په ایران او کندهار کې د هوتکيانو واکمني پای ته ورسېده.
په نولسمه پېړۍ کې د ابدالي سردارانو د بې اتفاقۍ له امله د شاه زمان واکمني پای ته ورسیده او نوموړی چې د افغانستان د ناپليون لقب يې ګټلی و ړوند شو او وزیر فتح خان چې په هوښیارۍ کې ستر نامي و ټوټه، ټوټه شو. نږدې نیمه پېړۍ افغانستان د بې اتفاقیو په سرو لمبو کې وسوځېده.
د امیر شیر علي خان او د ده د وروڼو تر منځ جګړو افغانستان ته د انګرېزانو د یرغل زمینه برابره او له دې سره زموږ د نيکونو د برم ټاټوبی بالاحصار او په ډیر شمیر افغانان د اور خوراک شول. د دوی د بې اتفاقیو په پایله کې و چې زموږ ګران او تاریخې هېواد له څو پلوه پرې، پرې او را کوچنی شو.
د دموکراتیکو ځواکونو او د اتو او نهو ډلو، جمع د طالبانو کارنامې خو هیڅ د یادولو وړ نه دي، ځکه لوبه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې او د تاریخ کتاب لا بشپړ شوی نه دی.
د افغانستان بېوزلی خو ګنګس ملت په دې هیله وو، چې د نړیوالې ټولنې له راتګ سره به د افغانستان برخلیک او د خلکو ژوند هم بدل شي، خو له بده مرغه چې داسې ونه شول، بلکې لوبه له سره پیل او لا پيچلې شوه. سره پاشل شوې پرګنې نورې هم سره خورې ورې شوې.
اوس هم افغانانو له تېر تاریخ څخه هیڅ زده نه کړل او یا يې تېرو تاریخونو ته سر ور ښکاره نه کړ او یا نه غواړي چې له تېرو څخه څه زده کړي او بیا يې پر ځان تجربه نه کړي.
د جګړې پر مهال د سولې له پاره ټول وخت شرایط چمتو نه وي، بلکې ډېرې کمې داسې لحظې وي چې ترې په بیړه ګټه پورته شي او هېواد او ملت له جګړې وباسي.
روسانو چې پر افغان یرغل وکړ دا يې تاریخي غلطي وه، خو کله يې چې خپل ځواکونه د ټولو پیغورونو او ناخوالو سره له افغانستان څخه واویستل دا يې د ملت او واکمنو پوهه او پر ځای پرېکړه وه. له دې سره دوی خپل ملت ژوندی وساته او اوس د پرمختګ په لوړو پوړیو کې چکرې وهي.
د ناروغ له پاره د درملو خوړل ډېر سخت وي او په خپله خوښه ډاکټر ته تر چړې لاندې پرېوځي، ځکه له دې سره له مړینې څخه د ناروغ ژوند ژغورل کېږي.
د جګړې پر وخت د دې له پاره چې هېواد ژوندی پاته شي او ملت له بشپړې بربادۍ څخه وژغورل شي، پوه واکمنان او ژوندي ملتونه په ډېرو برخو کې له خپلو غوښتنو شاته ځي او په هېواد کې سوله ټینګوي.
په دویمه نړیواله جګړه کې ګڼ هغه اروپايي هېوادونه چې اوس په اروپايي ټولنه کې سره راغونډ شوي په خپلو کې په لکهاوو کسان ووژل، د یو بر پر خاوره یې یرغلونه وکړل، خو کله چې جګړه پای ته ورسېده، دوی هم د خپلو اقتصادي ګټو په رڼا کې واقعاً تېر هېر کړل او د اقتصادي ګټو په محور کې سره وتړل شول.
په جګړه کې د سولې کول داسې مانا لري چې د يوې رسۍ یو سر د یو پلو او بل سر يې د بل پلو په لاس کې وي. که دواړه لورې رسۍ کش کړي رسۍ شکېږي او د سولې له پاره هغه چاس چې را منځ ته شوی وي له منځه ځي. په داسې حالاتو کې که یوه خوا رسۍ کش کوي دا بله خوا دې څو قدمه ور پسې واخلې تر څو د رسۍ د شکیدلو مخه ونیول شي. بلې خوا ته هم همداسې په کار ده.
که څوک له هېواد او خپل ملت سره رښتينې مینه لري، هغوی دې دواړه پښې په یوه موزه کې نه کوي او نه دې وايې چې «میم زر ما ټول زما» په نړۍ کې ستر- ستر ټولواکان، امپراطوران او د خدای (ج) پیغمبران تېر شوي دي. هیڅوک څه شی له ځان سره آخرت ته نه شي وړلای بې له ښه نوم او نیکو اعمالو.
اوس یوه موقع ده، دا چې څومره نړیوال په کې رښتیني دي، په هر صورت افغانان کولای شي په خپل غیرت او زړورتیا چې په جګړه کې يې لري دلته هم په کار واچوي او خپل هېواد او ملت ته دې سوله د ډالۍ په توګه راوړي.
له بې اتفاقیو لاس واخلي پر یوه ټغر دې د واحد افغانستان د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي.
هم به خدای (ج) راضي وي او هم به يې خپل ملت او خپل هېواد ته ملي وجيبه تر سره کړي وي.
خوشحال بابا به ويل:
مردان نن جنګ کا، اشتي سبا کا
چې سره کېني، صلح و صفا کا
څو يې ژړا وي هومره خندا وي
څو يې جفا وي هومره وفا وي