جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکاناډا او استرالیا: مجرمین لا هم د روانو مذاکراتو مخنیوی کوي

کاناډا او استرالیا: مجرمین لا هم د روانو مذاکراتو مخنیوی کوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفیرانو د بې ګنا ملکي وګړو په مرګژوبلې خواشیني ښودلې.

په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفیرانو په ګډه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان روان وضیعیت د اندیښنې وړ مسئله بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي د خواشینۍ ځای دی چې طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او هغه سرتيري په نښه کوي چې د خپلو هېوادوالو امنیت ساتي.

دوی له نورو هېوادونو غوښتي چې په دې دریځ کې د کاناډا او استرالیا تر څنګ ودریږي.

هغوی د بشري حقونو پر فعالینو، علماوو او قضایي چارواکو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د ددې جرمونو مرتکبین په ښکاره ډول هڅه کوي څو د روانو مذاکراتو مخنیوي وکړي.

د سرچینې په خبره طالبانو بریدونه زیات کړي او غواړي خپل مقابل لوری تر تاثیر لاندې راولي.

د سفیرانو په وینا دا د حیرانتیا خبره ده چې نړيوال د سولې راوستو هڅې کوي خو طالبان جګړې ته دوام ورکوي او د خپلو هېوادوالو خبرو ته غوږ نه نیسي.

سفیران وايي افغانان سولې ته اړتیا لري، د سولې تږي دي، بین الافغاني خبرې پیل شي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې له لاسه نه ورکوي.

په کابل کې د یادو دوو هېوادونو دغو سفیرانو ویلي د یوې ګټورې حل لارې په توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوو.

دوی له ښکیلو خواوو غوښتي څو همدا اوس دغو ظلمونو ته د پای ټکی کیږدي.

1 COMMENT

  1. د اعلامیې آدرس غلط دی!
    اعلامیه باید آی ایس آی ته توغول شوې وی
    طالبان خوروړي لیوني سپیان دي. د دغو ليوني سپیانو روزونکی فارمدار و ځنځیردار د پاکستان استخبارات دي او دغه سفارتونه تربل هرچا په دې ښه پوهیږي خو سترګې پرې پټوي ځکه په لویه کې دا ټول د نړیوال شیطاني ایتلاف برخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب