جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: افغان حکومت د طالب زندانیانو په اړه جعلي جنايي قضیې جوړوي

طالبان: افغان حکومت د طالب زندانیانو په اړه جعلي جنايي قضیې جوړوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) د طالبانو په پاتې ۶۰۰ بندیانو کې ۱۵۵ یې پاکستاني جنګیالي دي چې له افغان پوځیانو سره په مخامخ جګړو کې نيول شوي.

افغان چارواکي وايي د طالبانو په ورسپارل شوي لیست کې ډېر خطرناک بهرني جنګیالي شته چې، د وژلو، د لویو لارو په شکونه او حتی د همجنسبازۍ په قضیو کې لاس لري نه خوشې کوي.

روسي رسنیو د تازه راپورونو له مخې ویلي، چې د طالبانو په پاتې ۶۰۰ کسانو کې داسې بندیان شته چې د امریکا یا نورو هېوادونو په تور لیست کې شامل دي او دغه راز ۱۵۵ هغه یې پاکستاني جنګیالي دي چې له افغان پوځیانو سره په روانه جګړه کې نيول شوي دي.

د سپوتنیک روسي رسنۍ د خبر په حواله اوسمهال د زندانیانو په سر ناندرۍ روانې دي او د سولې روانې هڅې یې له خنډ سره مخ کړي دي، چې امریکا هم په دې برخه کې د افغان حکومت په لوري ده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ امریکایي لوری هم ټینګار کوي چې په تور لیست کې شامل او بهرني جنګیالي دې نه خوشې کېږي.

بلخوا طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د زندانیانو خوشې کول مهم شرط بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغان دولت ته په ورسپارل شوي لیست کې هیڅ بهرني او داسې کسان نشته چې په تور لیست کې شامل وي.

افغان چارواکو بیا ویلي چې د داسې کسانو خوشې کول زیات خطرناک دي، خو طالبانو په حکومت باندې تور لګولی چې د بندیانو پر ضد جعلي جنایي قضیې جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب