جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې مرکچي پلاوي: تر اوسه د بین الاافغاني خبرو د پیل...

د سولې مرکچي پلاوي: تر اوسه د بین الاافغاني خبرو د پیل نیټه نامعلومه ده

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) په داسې حال کې چې افغانستان روانه اونۍ د سولې د مهمو خبرو کوربه توب کوي، د سولې د مذاکراتي ټیم ځینې غړي وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل وخت نه دی په ډاګه شوی.

د سولې د مذاکراتي ټیم د ځینو غړو په وینا له طالبانو سره د خبرو لپاره پر چمتووالي سربیره، د خبرو وخت تراوسه نه دی مشخص شوی.

د دې پروسې غړي نادر نادري رسنیو ته وویل، هیله لري چې طالبان به د بین الافغانی خبرو لپاره چمتو وي. نادري په لنډ مهال کې د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل شک لري او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګندوي.

د دې پروسې بلې غړې فوزیه کوفي وویل “د سولې د پالیسۍ اصول باید د پخلاینې عالي شورا له خوا وټاکل شي خو له بده مرغه تراوسه نه دي جوړ شوي.”

هغه وايي:

«موږ هیله لرو چې دا به ډیر ژر جوړ شي، د افغانستان خلک هیله لري چې کار او فعالیتونه به پیل شي.»

د زرګونو طالب زندانیانو له خوشې کیدو سره سره، په هیواد کې جګړه لاهم دوام لري، چې هره ورځ کڼ افغانانو پکې وژل کېږي یا ټپیان کیږي.

یو شمیر وکیلانو پرون د ولسمشر په نوي فرمان په انتقاد سره وویل چې د ولسمشر له حکم سره سم په ولایتونو کې ټول بریدونه بند شوي او سرتیري یوازې د سنګرونو دفاع ته پراته دي.

دوی وویل چې د حکومتي ځواکونو عملیات باید له دفاعي حالت څخه تعارضي ته بدل شي او دښمن باید پرې نښودل شي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازې راضيه سعادت منګل وويل ولسمشر غني حکم کړی چې سرتيري يوازې دفاع کولو ته اړ دي او اجازه نه ورکول کيږي چې عمليات سرته ورسوي.

منګل زیاته کړه چې طالب جنګیالي او د حقاني شبکه د ولسمشر له فرمان څخه په ناوړې استفادې هره ورځ په سړکونو لسګونه ملکي وګړي او نظامي پرسونل وژني.

په عین حال کې کابل به نن د بین الافغاني ناستې کوربه وي چې د مختلفو هیوادونو او سازمانونو استازو سره به د بین الافغانی خبرو اترو او د سولې اړوند مسلو په اړه خبرې وکړي. ناسته به د ولسمشر په وینا سره پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب