جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوینزویلا یوه امریکايي الوتکه ویشتلې ده

وینزویلا یوه امریکايي الوتکه ویشتلې ده

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۹) د وینزویلا چارواکي وایي یوه امریکایي الوتکه یې ویشتلې او غورځولې ده.

د وینزویلا حکومت ویلي، چې دا امریکايي الوتکه یې تېره شپه هغه مهال ویشتې، چې د وینزویلا هوایي حریم ته دننه شوې ده.

یاد هیواد د امریکایي الوتکې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

دوی زیاته کړې، چې په یادې الوتکې د وینزویلا له حریم په استفادې هڅه کوله نشه يي توکي قاچاق کړي.

امریکايي حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

نیکولاس مادورو د وینزویلا ولسمشر په کال ۲۰۱۳ کې د یوه فرمان په صادرولو سره ویلي هر هغه الوتکه چې په غیر قانوني ډول د دویم حریم ته داخل شي دوی به یې له منځه یوسي.

د امریکایي پوهانو په باور د دې هیواد اړیکې د ولسمشر ټرمپ په راتلو د ډیرو هیوادونو سره خورا کړکېچنې شوي دي.

دوی یې علت د ولسمشر ټرمپ ناسمې او احساساتي پریکړې یادوي، چې امریکا یې له ډیرو هیوادونو سره لاس او ګریوان کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب