جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسرچینې: د ۵۹۲ طالب بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف حل شوی

سرچینې: د ۵۹۲ طالب بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف حل شوی

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۸)  وروسته له دې چې طالبانو یو بل لیست د افغانستان حکومت ته وسپاره، د دې ډلې د ۵۹۲ بندیانو د خلاصون پر سر لانجه پای ته ورسېده.

دولتي سرچینې وايي، تراوسه پورې طالبانو د حکومت ۷۳۷ بندیان خوشي کړي او حکومت ۴۰۱۹ طالبان خوشي کړي خو حکومت د ۵۹۲ طالبانو د خلاصون پر ځای د نورو طالب بندیانو د خلاصون وړاندیز کړی و.

ویل کېږي چې په دغه پاتې شمېر طالبانو کې ۱۵۵ یې پاکستانیان دي. او حکومت وايي چې دغو کسانو لوی جرمونه کړي دي.

خو طالبان بیا وايي چې حکومت د بندیانو پر ضد جعلي جنایي قضیې جوړوي.

دولتي سرچینې وايي، د ۵۹۲ طالب بندیانو د خلاصون له کبله رامنځته شوی ولاړ حالت وروسته له دې پای ته رسېدلی چې طالبانو د خپلو متبادلو بندیانو لیست حکومت ته وسپاره.

طالبانو تراوسه رسماً دا موضوع تایید کړې نه ده.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین نن ویلي چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتڅل په دوحه کې د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت، د دوحې تړون د تطبیق، د بندیانو د خلاصون، د بهرنیو پوځیانو د وتلو، د بین الافغاني خبرو او د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي دي.

د سولې مرکچي پلاوي: تر اوسه د بین الاافغاني خبرو د پیل نیټه نامعلومه ده

1 COMMENT

  1. افف، نه حکومت حکومت ده او طالب خو چې ژوندی پاتي کيږي لا ظلم ده له هغه افغان سره چې په وطن سر ورکوي. څوک چې د پنجاب غلامان ته افغان وايي نه مسلمان ده نه افغان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب