Homeخبرونهامریکا یو ځل بیا پر ایران د بندیز د غځولو غوښتنه وکړه

امریکا یو ځل بیا پر ایران د بندیز د غځولو غوښتنه وکړه

خبریاله: عاقله اسد(پنجشنبه، د سرطان ۱۹) امریکا پر ایران یووار بیا د بندیز د غځولو غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې پر دغه هیواد نړیوال بندیزونه د اکتوبر په نیمایي کې پای ته رسیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د یادو بندیزونو د غځولو غوښتنه وکړه.

هغه د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل

“د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په سیمه کې د لا نورو شخړو د مخنیوي لپاره د ایران د وسلو بندیز وغځوي. هیڅوک په جدي ډول باور نه لري چې هغه وسلې چې ایران یې ترلاسه کوي، د کومو اهدافو لپاره کارول کېږي.”

ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې متحده ایالاتو او د هغوی متحدینو یوه اونۍ وړاندې د یوې بېړۍ مخه نیولې وه چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته یې ایراني وسلـې لیږدولې.

روسیه او چین ایران ته د وسلو پر خرڅلاو د بندیز اوږدولو ملاتړ نه کوي.

د ایران او ۶ نورو لویو قدرتونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې د اټومي تړون پر مهال په تهران د وسلو بندیز لګول شوی و.

امریکا په ۲۰۱۸م کال کې له دې تړونه ووته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...