یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeداسې هم شتهد نکریزو دود او روغتیایي ګټې يې

د نکریزو دود او روغتیایي ګټې يې

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) نکریزې د افغانستان په ګډون د اسيا په نورو هيوادونو كي د خوښيو شپو ورځو او رواجونو پر وخت په لاسونو او پښو ايښودل كېږي.

د کابل اوسیدونکې حسینه احمدي تاند ته وایي، نجونې له نکریزو سره زیاته مینه لري او ډېری وخت د خوښۍ د مراسمو پر مهال نکریزې استعمالوي.

هغه وایي نکریزې مو د هیواد یو ملې دود دی او کله چې خوښي راځي نو د نکریزو استعمال یې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.

نکریزې نه یوازې دا چې نجونې استعمالوي بلکې هلکان یې هم کله کله د خوښۍ په مراسمو کې کاروي.

د کابل یو بل اوسیدونکی ساحل درانی وایي«نکریزې موږ ته خوښۍ راکوي او مرور یاران پخلا کوي.»

ساحل وویل، کله چې د ملګرو یا د کورنۍ د کوم غړي د واده مراسم ترسره کیږي، دوستان راټولیږي او د زوم کورته نکریزې وړي هلته نڅاوې کوي، سندرې وایي، د یو بل په لاسونو نکریزې پوري کوي او خوښۍ لمانځي.

په ورته وخت کې د کابل یو تن نکریزې پلورونکي ته ورغلو.

هغه وویل، د نکریزو بازار هیڅکله هم له منځه نه ځي او هر کله نکریزې پلورل کیږي.

نوموړي زیاته کړه! هره ورځ په لسګونو خلک د محفلونو، ودونو او د نورو خوښیو د لمانځلو لپاره نکریزې اخلي.

نکریزې له روغتیایي اړخه څومره ګټورې دي؟

د همدې پوښتنې لپاره له یوه ډاکټر سره وغږیدو، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې وویل نکریزې نه یوازې دا چې باید د خوښۍ لپاره وکارول شي بلکې روغتیایي ګټي هم زیاتې لري.

د هغه په وینا، که په نکریزو باندې سمه څېړنه وشي نو د ورځني ژوند د ډېرو ناروغیو دوا ده.

هغه وایي، د پوستکې د زیاتو ناروغیو لپاره هم ډېرې ګټوري دي او بل دا چې په زیاتو درملو کې هم له نکریزو استفاده کیږي.

د طبي كارپوهانو څېړنه ښيي چي د نكريزو يو ښه والى دا دى چي خوب راوړي. د هغوی په وینا كه د نکریزې تازه ګل يا پاڼه په بالښت كي كېښودل شي نو انسان کولای شي په اسانۍ ویده شي.

په همدې حال کې د جان محمد په نوم یو کوچی مو وپوښت، هغه وویل؛ نکریزې د پسه د ټوخي لپاره ښې دي. د هغه په وینا کله چې پسه د ژمي په موسم کې ټوخیږي نو لږ اندازه نکریزې لمدوي او پسه ته یې ورکوي نو د پسه تکلیف په بشپړ ډول له منځه ځي.

بل دا چې کله یې پسونه د اوړي ګرمۍ ووهي نو هغه وخت هم له وطنۍ نکریزو استفاده کوي.

نو له دې معلومېږي چې نکريزې د ډول یا سینګار ترڅنګ روغتيايي ګټې هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب