دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهکابل ښاروالۍ لوستو نابينایانو ته د کار زمینه برابروي

کابل ښاروالۍ لوستو نابينایانو ته د کار زمینه برابروي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) د افغانستان د نابینایانو ټولنې غړو له کابل ښاروال سره وکتل

په دې ليدنه کې دکابل ښاروال داوود سلطانزوی نابینایانو ته ډاډ ورکړ چې د ښاروالۍ په بېلابيلو برخو کې به لوستو هغو ته د کار زمینه برابروي او د دوی له وړتیاوو به ګټه واخلي.

ښاغلي سلطانزوی وویل چې په هره برخه کې د نابینایانو د ټولنې په همغږۍ له دوی سره همکارۍ ته ژمن دی او د حقونو لپاره به یې په هره کچه د عدالت غوښتنه کوي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له دغې ډلې خلکو سره توپیري چلند ورته د منلو وړ نه دی.

د سلطانزوی په خبره د نابینایانو پیاوړي کول د هېواد لپاره یوه پانګه ده او باید په مختلفو ادارو کې ورته د کار کولو زمینه برابره شي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل ددغه قشر لوستو کسانو ته به د کابل ښاروالۍ په مختلفو برخو کې د نورو وګړو غوندې د کار زمینه برابره شي.

نابینایان د ټولنې هغه لږکي دي چې ډېر کله د نورو وګړو لخوا په ټولنه کې زورول کېږي، دوی وايي باید د خلکو عامه پوهاوی لوړ شي چې په ټولنه کې له ځورونې پرته عادي ژوند وکړي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا پینځه سوه زره ړانده یا نابینایان شته چې ډېرې یې ښځې دي

شمېرې ښيي چې په کلني ډول نږدې ۲۰ زره افغانان لږ ترلږه د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

لوړ فشار، د زړه ناروغي، شکر، د سترګو مکروبي کېدل، د سترګو په درملنه کې ځنډ، د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه او ارثیت هغه عوامل دي چې له امله یې ډيری وګړي د سترګو لید له لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب