جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد نیمروز د خټکیو حاصلات څه باندې ۷۰۰ زره ټنو ته رسیدلي

د نیمروز د خټکیو حاصلات څه باندې ۷۰۰ زره ټنو ته رسیدلي

خبریاله: عاقله اسد (چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د نیمروز ولایت د پالیزونو د خټکیو حاصلات، سږکال څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د نیمروز د کرنې ریاست له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر وخت او پرله پسې ورښتونه د دې سبب شوي چې د دې ولایت د خټکیو حاصلات زیات شي.

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست په وینا، سږکال د دې ولایت په څه باندې ۲۰ زره هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي دي چې حاصل یې څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي.

سږکال د دې ولایت د چخانسور په ولسوالۍ کې ډېر خټکي کرل شوي دي.

په دې ولسوالۍ کې د خټکیو پالیزونه، یوازې له کښت مخکې خړوبیږي او له هغه وروسته خړوبولو ته اړتیا نه لري. د دې ولسوالۍ خاوره د اوبو د ساتلو لوړ ظرفیت لري.

د نیمروز ولایت د کرنې رییس ذبیح‌الله اولیازاده وايي، د دې ولایت هندواڼې او خټکي په ځانګړې توګه د چخانسور ولسوالۍ خټکي او هندواڼې یو اورګانیک محصول دی او ډېری بزګران د هندواڼو او خټکیو په پالیزونو کې له هیڅ ډول کیمیاوي سرې او درملو څخه کار نه اخلي.

د هغه په خبره د نیمروز ولایت هندواڼې او خټکي د کیفیت له پلوه ځانګړی خاصیت لري.

د دې ولایت د خټکیو وزن او خوند هم د نورو ولایتونو د پالیزونو د حاصل په پرتله بیل دي.

د نیمروز د خټکیو او هندواڼو محصولات تر ډېره ګاونډیو ولایتونو او دغه راز پاکستان ته صادریږي.

1 COMMENT

  1. د خرڅلا لپاره کوم پلان به ولری چه د بزګرانو زخمت نتجه ورکړی۰که د خټکیو او هندواڼو
    جیوس یا شیره په بوطلونو کښی تهیه او مارکیتونو ته عرضه شی۰
    دا خورا انرژی لرونکی جیوس د melon water or watermelon juiceپه نوم به یو غوره تولید وی۰تجار کولای شی چه دا رنګه د جیوس جوړولو فابریکه تاسیس کی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب