جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد امریکايي ځواکونو لوی قوماندان: روسیې له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو...

د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان: روسیې له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي

تاند (چهارشنبه، د سرطظان ۱۸) په منځني ختیځ کې د امریکا عمومي یا مرکزي قوماندان جنرال کینټ مکینزي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو بدل کې له طالبانو سره د روسیې مرستو ته په اشارې وايي، روسیې له ډېر پخوا راهیسې د طالبانو ملاتړ کاوه.

ده په عین حال کې وویل چې د امریکايي پوځیانو د وژلو په خاطر طالبانو ته د روسیې د انعام منلو په برخه کې ډاډه نه دی خو ویې ویل چې دا مسله د اندېښنې وړ ده.

د سینتکام یا په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د امریکا د استخباراتي ادارو له لوري د دې موضوع د څېړلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې روسیه له ډېرو وختونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا لپاره ګواښ ده.

امریکا: روسي استخباراتو طالبانو ته پیسې ورکړي

جنرال مکینزي چې پرون (سې شنبه) په فلوریدا کې له خبریالانو سره په یوه ناسته کې خبرې کولې، وویل چې په دې مورد کې کافي استخباراتي معلومات نشته.

خو ویې ویل، داسې ډېر راپورونه شته چې مسکو له کلونو راهیسې طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي.

ده دا هم ویلي، که روسان طالبانو ته پیسې ورکوي یا یې نه ورکوي، طالبانو په تېرو څو کلونو کې تر خپله وسه هڅه کړې چې پر امریکايي پوځیانو حملې وکړي.

جنرال مکینزي وویل، باید په یاد ولري چې روسان په افغانستان کې د امریکا دوستان نه دي.

د ده په وینا دا مهمه ده چې ووايي، روسیې ته څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې د بدې ماتې په خاطر سپکه اوښتې خو په عین حال کې دا هم رښتیا ده چې روسان اندېښنه لري چې له افغانستانه به د دغه هیواد د شمال خوا ته اسلامي افراطیت خپور شي.

جنرال مکینزي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه وویل چې تراوسه له دې هیواده د ډېر شمېر امریکايي پوځیانو د ایستلو شرایط برابر شوي نه دي.

یو شمېر لوېدیځ شنونکي وايي، تراوسه لا طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي نه دي او تر څو چې طالبان په رښتیا سولې ته حاضر شوي نه وي باید امریکايي پوځیان له افغانستانه ونه وځي.

ټرمپ کابو دوه کاله پخوا هم غوښتل چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي خو امریکايي جنرالانو اجازه ورنه کړه چې افغانستان ته د سولې تر راتګ وړاندې ځواکونه وباسي.

روسیې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته د پیسو ورکړه رد کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب