شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهروسیې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته د پیسو ورکړه رد...

روسیې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته د پیسو ورکړه رد کړه

تاند (شنبه، د سرطان ۷) روسیې د امریکايي رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې د استخباراتي سرچینو په قول ویل شوي چې د روسیې استخباراتو طالبانو ته پیسې ورکولې چې په افغانستان کې پر امریکايی پوځیانو بریدونه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه) وویل، دا راپور د جعلکارۍ یوه بله هڅه ده څو له دې لارې د افغانستان د سولې پروسه ګډه وډه کړي.

د روسیې پر بهرنیو چارو وزارت سربېره په واشنګټن کې د روسیې سفارت هم ویلي «په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو په طراحۍ کې د مسکو بې اساسه تورنولو په واشنګټن ډي سي او لندن کې د روسیې د سفارتونو د کارکوونکو ژوند له مستقیم خطر سره مخامخ کړی دی.»

په همدې حال کې د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د طالبانو په قول ویلي چې دوی هم دا راپور ردوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا ډول اوازې د دې لپاره خپرېږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په لاره کې خنډ پېښ شي.

ذبیح الله مجاهد وايي، روسي وسله له پخوا په افغانستان کې پاتې ده او ډېره یې دوی نیولې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې او ټایم اوونیزې نن په جلا راپورونو کې وویل، د روسیې د پوځ یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه پیسې ورکړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د امریکا استخباراتي مامورینو ورته ویلي چې له ولسمشر دونالد ټرمپ سره په دې اړه معلومات شریک شول او په مقابل کې یې د نویو بندیزونو او دیپلوماتیکو اقداماتو په ګډون یو لړ ممکن ځواب وویل شو.

د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس، استخباراتي چارواکي باور لري چې طالبانو د انعام یوه اندازه پیسې وروسته له دې ترلاسه کړې چې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یې بریالي بریدونه وکړل، خو دا څرګنده نه ده چې په هغو ۲۰ تنو امریکايي سرتېرو کې چې تېر کال په افغانستان کې ووژل شول، د کوم یوه وژل کېدا د روسیې له عملیاتو سره تړاو لري او که نه.

امریکا: روسي استخباراتو طالبانو ته پیسې ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب