لۀ نن څخه زر کاله وړاندې، په بریتانیا کې یوه میرمن اوسېده. نوم یې ليډي ګودیوا lady Godiva و. نوموړې د انګرېز واکمن leofric مېرمن وه.
ګودیوا به تل له خپل میړه څخه غوښتنه کوله چې د ښاریانو مالیه کمه کړي. په حاکم باندې خپله مېرمن ګرانه وه، خو په حکومتي پرېکړو کې یې د خپلې مېرمنې مشوره اخیستل لازم نه ګڼل.
یوه ورځ ګودیوا په خپلې غوښتنې ډېر ټینګار وکړ، واکمن چې د دې خبرې له اوریدلو نور ستړی شوی و. یو شرط یې ورته کېښوده.
شرط دا و چې ګودیوا باید بربڼډه (لوڅه، لغړه) په اس سپره شي او په ټول ښار کې وګرځي. نوموړی ډاډه و، چې مېرمنه یې دا کار نشي کوای.
خو برعکس؛ ګودیوا تصمیم ونیو چې په ټول ښار کې به بربڼډه وګرځي.
مخکې له دې چې ګودیوا، ښار ته ووځي. په ښار کې اوازه خپره شوه چې نن به د حاکم Leofric میرمن، د خلکو د ملاتړ لپاره په ښار کې لغړه وګرځي.
هغه و چې ټولو ښاریانو، دوکانونه بند کړل. کورونو ته ننوتل. د کړکیو پردې یې کش کړې. ټولو ژړل او دې ته منتظر و چې دا بربڼډه ګرځېدنه، ژر تر ژره پای ته ورسیږي.
هغه ورځ ګودیوا په اس سپره، په ټول ښار کې لغړه وګرځېده. دا چې ټول ښاریان کورونو ته ننوتلي ول، چا ونه لیده له یوۀ کس څخه پرته. دا سړی ټام نومېدۀ. کله چې د ګودیواا اس د ټام د کور له مخې تېردۀ، ټام د کړکۍ پرده کش کړه او د ګودیوا سیل یې وکړ. وروسته بیا ښاریانو، له ټام څخه سترګې وباسلې.
د ګویدا قرباني، د دې سبب شوه چې مالیات کم شي. اوس د بریتانیا په ډېرو ښارونو کې د ګودیوا مجسمه تر سترګو کیږي او نوموړې په یوه اسطوره بدله شوې ده.
اسطورې د تصادف نه؛ بلکې د شعوري فهم او ټولنیز ملاتړ زیږنده وي.
څه فکر کوئ، که ګودیوا په اوسنۍ زمانه کې، زموږ په ټولنه کې، دې عمل ته مجبوره شوې وای، خلکو به دوکانونه او کړکۍ بندې کړې وای که د فیسبوک او ټویټر لپاره به یې انځورونه ترې اخیستل؟
دا یوه افسانه غوندی ښکاری.
د یادی مجسمې جوړوونکو او نصب کوونکو د ښځی لوړ مقام ته د سپکاوی د توجیه پخاطر د مالیاتو افسانه را منځته کړېده. ددی متناقضی خبری منل به مشکل وی چی له یوې خوا د ښار خلګ د یادی میرمنی د ( مؤقتی) بربنډ لیدو څخه د اجتناب پخاطر په کورونو کی پټ سوه او له بلی خوا همدا خلګ او وروستنی نسلونه کلونه کلونه د همدی میرمنی د بربنډی مجسمی شاهدان او نندارچیان وی.