دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: نه پریږدو چې الوتکې مو په نورو وپلورل شي

ولسمشر غني: نه پریږدو چې الوتکې مو په نورو وپلورل شي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۸) ولسمشر غني نن د یو شمېر جګپوړو دولتي مشرانو په ملګرتیا د کاپیسا ولایت د عمومي وضیعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

ولسمشر محمد اشرف غني نن د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي ته لاړ او هلته یې د یو شمېر قومي مشرانو، ځایي چارواکو، ځوانانو او د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ناستې ترسره کړې، او د خلکو ستونزې یې له نږدې واورېدې.

افغان ولسمشر د خپلو پخوانیو ژمنو تر څنګ وویل چې هیچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام وویل: « هغه څه مو چې په ننګرهار ولایت کې د دښمن د پلانونو او تحرکاتو د دفع کولو لپاره وکړل، په کاپیسا ولایت کې هم هغو ته اړتیا لرو او باید په کاپیسا ولایت کې د طالبانو او نورو تروریستانو د ټولو ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره اهداف وټاکل شي او لا زیاته همغږي رامنځته شي.»

محمد اشرف غني له اړونده مسؤولینو څخه وغوښتل څو د شهیدانو کورنیو ته پوره پاملرنه وکړي، او زیاته یې کړه، زموږ هدف د کاپیسا د ولسونو امنیت تامینول دي.

د هېواد ولسمشر دغه راز زیاته کړه خلکو ته باید یو ډول خدمات وړاندې شي څو خلک ځان د نظام، مرکزي او ولایتي ادارو کې وویني.

هغه ولسي پاڅونوال د هېواد د امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ څخه نه جلاکېدونکې برخه یاده کړه.

ښاغلي غني دا هم وویل چې هېواد ته به ملي سوله راوړي او داسې سوله نه غواړي چې د هېواد او خلکو په زیان وي.

که څه هم ولسمشر غني د چا نوم وانخیست خو ټینګار یې وکړ دا ځل هیچاته ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان الوتکې په نورو وپلوري.

افغان ولسمشر داسې مهال ولایتونو ته سفرونه پیل کړي چې د جګړې لمن مخ په پراخېدو ده او عام افغانان یې اندیښمن کړي دي.

2 COMMENTS

  1. د هر افغان مسوولانه دنده بولم چه د پنجاب د دسیسو په مقابل کښی هوښیارانه عمل وکړی۰دپنجاب د دسیسو ښکار نه شی۰
    پنجاب د خلیل زاد پواسطه د طالیب په نامه دسولی تر پروګرام لاندی افغانستان د ځان کول غواړی ۰ راشی دا بوډا اشرف غنی د خپا وطن د بقا ازادی سوکاله ژوند لپاره حمایت کړی۰
    دپنجاب د داخلی او خارجی خامیانو په مقابل کښی سپر په شان ودریږی۰
    خپله ملی اذادی دخاوری تمامیت او اقتصادی او سیاسی ازادی راژوندی وساتی۰
    د افغان ولس د بیداری او یو والی په هیله

  2. دوه ورځې مخکې یوه الوتکه یا هیلي کوپتر په کونړ کې وویشتل شو، او طالبانو پاکستان ته واړوو، نو ولسمشره ! د خولې وینا دې د عمل او اقدام سره هیڅ سمون نه خوري .
    د خدای لپاره نور د دغه احساساتي بیانونو نه تیر شه، او عملا د ملت په نیژدي والي کار وکړه ، ټول ملت پاشل شوی دی.
    ټوله ملي اردو دې تباه کړه ، نور څومره قرباني ورکوې ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب