Homeخبرونهایران کې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ایران کې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( سه شنبه ، د سرطان ۱۷) ایراني چارواکي وایي په جنوبي ښار باقرشهر کې چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد ښار پولیسو رسنیو ته ویلي، چې یاده چاودنه نن سهار رامنځته شوې.

دوی وایي د چادونې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

پولیس وایي چاودنه د اکسیجن په یوې کارخونه کې د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.

بل لورته د ایران د باقر شهر ښاروال وایي، چې د اکسیجن د یوې سترې ډبې چاودنې له امله د کارخونې دیوالونه ویجاړ شوي او ورڅېرمه کورونو او دفترونو ته یې هم مالي زیانونه اړولي دي.

هغه په دې چاودنه کې د مالي زیان په اړه کره تر دې دمه کره جزیات نه دي شریک کړي.

وړمه ورځ هم په ایران کې د ګازو د تولید او چاڼ په یوه مرکزکې د ګازو خپریدو له امله ۷۰ تنه مسموم شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...