جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغورکې یوه ښوونکي د پوهنې ریاست مخې ته اعتراض کړی

غورکې یوه ښوونکي د پوهنې ریاست مخې ته اعتراض کړی

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱۷) په غور ولایت کې یوه ښوونکي د پوهنې ریاست مخې ته اعتراض کړی او د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.

هغه په موټرسایکل سپور او د خپلو حقوقو شعار یې پرې لیکلي.

ښوونکی محمد نبي شهابي وايي، چې نوموړي دوه مياشتې د غور د سیمه يیزو رسنیو له لارې زده کوونکو ته زده کړې ورکړې،خو وایي تراوسه یې د پوهنې ریاست تنخوا نه ده ورکړي.

شهابي زیاته کړه، دا یې حق دی او باید د پوهنې ریاست یې ور ادا کړي.

هغه په تابلو کې د غور د پوهنې ریاست ته لیکلي: « د غور د پوهنې رئيس صیب، لوی اختر رانږدې دی،د غور د ښوونکو حقوق چې د رسنیو له لارې زده کړې ورکړي ورکړئ.»

بل لورته د غور د پوهنې ریاست مسولان بیا وايي، د دغه ښوونکو د تنخواوو او تدریس مهالویش د پوهنې وزارت ته راجع شوی،چې تر تایید وروسته به يې حقوق ورکړل شي.

د رسنیو له لارې د ښوونځیو زده کوونکو ته د ښوونیزو کتابونو د تدریس لړۍ هغه وخت پيل شوه کله، چې په هيواد کې د کورونا څپه زوروه شوه او ښارونه قرنطین شول.

د رسنیو له لارې پر ښوونیز تدریس زده کوونکو هم نیوکې لرلې او ویلې، چې ډیری په لرې پرتو سیمو کې دې زده کړو ته لاسرسی نه لري او د پوهنې وزارت هغه تګلاره وټاکي، چې ټول زده کړیالان ترې برخمن شي.

خو د پوهنې وزارت بیا وایي دوی هڅې پيل کړي څو ټولو ته د آنلاین زده کړو زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب