Homeخبرونهخوستیانو له معارف سره میلیونونه افغانۍ مرسته کړې

خوستیانو له معارف سره میلیونونه افغانۍ مرسته کړې

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱۷) د افغانستان د پوهنې وزارت مسولان وایي، چې د خوست ولایت د سپېرې، تڼیو او د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکو روان کال د پوهنې له ادارې سره څلور میلیونه ۶۷۳ زره او ۴۱۵ افغانۍ مرسته کړې ده.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، مرسته شوې پیسې د درسي چاپیریال ښه والي، د ښوونځیو بیا رغونې او د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو لپاره ورکړل شوې دي.

د نزهت په خبره دا مرستې د ښوونځیو د شوراګانو له لوري راټولې شوې دي.

هغې زیاته کړه، چې د ښوونځیو شوراګانې، د پوهنې ملاتړو، د زده کوونکو د کورنیو له غړو، ملا امامانو او محلي شوراګانو څخه جوړې شوې دي، چې له کوم امتیاز پرته له معارف وزارت سره مرسته کوي.

د نظر خاوندان دا ډول مرستې هیله بخښونکې او د هیواد لپاره ګټوره بولي.

دوی وایي دا یې ښکاره بیلګه ده، چې ټول افغانان پوه شوي ، د ښوونیز بهیر ملاتړ کوي او د هیواد د راتلونکي فکر له ځانه سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...