جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین او پاکستان له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې

چین او پاکستان له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې

تاند( سه شنبه، د سرطان ۱۷) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې نن په کابل کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا په موخه درې اړخیز ویډیویي کنفرانس ترسره شو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، په دې کنفرانس کې چین او پاکستان د حکومت له لوري د سولې بین الافغاني مذاکراتو ژر پیل لپاره د طالب زندانیانو خوشې کېدل ستایلي دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه راز دواړو هېوادونو پر طالبانو غږ وکړ، چې د تاوتریخوالي په کمولو سره دې ژر له افغان حکومت سره د خبرو زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاتوي، افغان حکومت د سولې لپاره تر خپله وسه هر څه کړي او اوس د طالبانو ته په کار ده، چې دې برخه کې اقدامات وکړي.

ټاکل شوې له دې کنفرانس ور اخوا د سولې نړیوالې اجماع پیاوړتیا لپاره بله ناسته د ۲۰ هېوادونو په ګډون د روانې میاشتې په ۱۹ مه د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شي.

تیره ورځ دوشنبه هم کابل د سولې د یوې لویې ناستې کوربه وو، چې په کې د ۲۰ هیوادونو استازو ګډون درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب