شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت ځواکونو په کابل ښار کې په «یوه رسنۍ او...

د ملي امنیت ځواکونو په کابل ښار کې په «یوه رسنۍ او روغتون» د برید مخه ونيوله

خبریال: الله نظر ترین

(سه شنبه، د سرطان ۱۷) د ملي امنیت ریاست وايي په کابل ښار کې یې د داعش خراسان ډلې دوه غړي نيولي دي.

ددغه ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ نیول شویو کسانو په کابل ښار کې په یوه (روغتون او رسنۍ) د برید پلان درلود خو هدف ته تر رسېدو وړاندې نيول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي دغه دوه کسان یو یې (لطف الله او بل یې احمدالله) نوميږي، چې د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ددغه ریاست د معلوماتو پر بنسټ د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ سختو او هدفمندو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې دوه ځانمرګي برید ګر نیولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست خبرپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې د دوه غړو لخوا د برید یو هدف په کابل کې د دریمې حوزې اړوند د ګلايي درملتون د مولا علي روغتون و.

دویم هدف په کابل ښار کې یوه رسنۍ وه چې نوم یې نه ده په ډاګه شوی.

لطف الله او احمدالله د داعش ډلې د دریو غړیو (احمد) ، (ابو عمر) او (خبیر) په بلنه ګمارل شوي وه، چې په کابل کې د ننني برید پلان جوړوونکي هم همدوی وو.

د داعش ډلې دې درې غړیو د برید له پلان څخه وروسته، له لطف الله او احمد الله څخه وغوښتل چې په ټاکل شویو هدفونو ځانمرګی برید ترسره کړي.

سږکال په کابل کې په روغتونونو او د رسنیو په کارکوونکو لږ تر لږه دوه بریدونه تر سره شوي، چې لسګونه ولسي خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

الله نظر ترین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب