جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بادغیس د پستې حاصلات به سږکال ۳۶۴۵۶متریک ټنو ته ورسیږي

د بادغیس د پستې حاصلات به سږکال ۳۶۴۵۶متریک ټنو ته ورسیږي

خبریاله: عاقله اسد(سې شنبه، د سرطان ۱۷) د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې تمه کیږي د پستې حاصلات سږکال ۳۶۴۵۶متریک ټنو ته ورسیږي.

ويل شوي چې دا حاصلات د تیر کال په پرتله دوه برابره لوړ دي.

د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبد تواب طیب وویل چې د راټولو شویو احصایو او د دې ولایت د طبیعي پستو ځنګلونو د ارزونې له مخې به سږ کال شاوخوا، ۳۶۴۵۶مټریک ټنه پسته په بادغیس کې تولید شي.

هغه زیاته کړه چې تیر کال د وچکالۍ له امله د پستې حاصلات کم شوي وو، خو سږکال ځکه حاصلات زیات شوې دي چې په دې کال کې کافي واوره او باران و، نو د پستې حاصلات هم د پام وړ لوړ شوي دي.

په ورته وخت کې، د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د پستې د ځنګلونو ۱۶۰ هکتاره ځمکه تیر کال بیا رغول شوې.

هغه ويلي؛ سږکال، د پلان مطابق د پستې ۱۲۰ هکتاره ځمکه به بیارغول کیږي.

په بادغیس ولایت کې شاوخوا،۳۰ زره هکتاره ځمکه کې د پستې طبیعي ځنګلونه شته، او په دې وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او ملګرو موسسو د هڅو په پایله کې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه کې د پستې نوې باغونه په دې ولایت کې جوړ شوي دي.

د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په وینا  تر دې دمه د دغه ریاست او د ملګرو موسسو د هڅو په پایله کې شاوخوا، ۴۰۰۰ د پستې نوې باغونه جوړ شوي خو لا په حاصل نه دی راغلي.

کرنې وزارت د پستې د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي

له بلې خوا د دغه ولایت د کرنې وزارت ارزونې ښیي چې سږکال له دې ولایت څخه ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم راټول شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

په روان کال کې د بادغیس ولایت په ۵۶ زره او ۳۴۶ هکټاره ځمکه للمي غنم او په ۱۱ زره او ۶۱۸ هکټاره ځمکه کې اوبیز غنم کرل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب