جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرنې وزارت د پستې د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي

کرنې وزارت د پستې د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي

تاند( یکشنبه، د سرطان ۱۵) د افغانستان د کرنې وزارت مسولان وایي سږکال به په هېواد کې د پستې حاصلات دوه برابره زیات وي.

د کرنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بادغیس ولایت د پستو سږني حاصلات د تیرو کلونو په پرتله دوه برابره زیات دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دوی د ارزونو له مخې به سږکال د دغه ولایت د طبیعي ځنګل پستې حاصلات ۳۶ زره او ۴۵۶ ټنو ته ورسېږي.

هغه د پستې حاصلاتو ډېرېدو لامل د تېر کال ژمي او د سږني پسرلي ورښتونه بللي دي.

د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې تېرکال په بادغیس ولایت کې د پستو د ونو حاصلات ۱۵ زره او ۴۰۰ ټنه وو.

باغدران یې هم خوښ دی، چې حاصلات یې ډیر او وایي، د بادغیس پسته په ټول هیواد کې مینه وال لري او په ښه بیه پلورل کیږي.

افغانستان په کرنیزه برخه تر ډيره غني هیواد دی خو د کرنیزو پوهانو په باور پاملرنه ورته ډیره نه کیږي.

سږکال په یو شمیر ولایتونو کې د هندواڼو په حلاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

1 COMMENT

  1. رښتیا خبره ، ملت خو هره روځ د کرنی د وزارت د زراعتی تولیداتو د زیاتوالی خبرونه په میډیا کی ګوری ، خو دغه اعلانونه او مسلسل زیری ځکه د خلکو د باور وړ نه ګرزی چه د زراعتی تولیداتو په قیمت کی ولی تغیر نه راځی ؟ هغه وخت د کرنی د وزارت د پاره د زراعتی ، مالداری او آبیاری په هکله یوه لاسته راوړنه حسابیدلای شی ، چه مربوطه کوم تولیدات چه عبارت د غذایی موادو ، میوه جاتو ، سبزیجاتو ، او غوښو ، لبنیاتو قیمتونه په ښارونو اوکلیو کی را ټیټ شی . ځکه کله چه عرضه او تولید زیات شی ، نو قیمت باید حتمآ را ټیټ شی . چه دا یو علمی اصل دی . خو برعکس دا قیمتونه د تیرو کلونو په تناسب کم شوی نه دی بلکه زیات شوی ، داسی نه چه د کرنی وزارت دغه اعلانونه د وزارت د کار او فعالیت د پاره یو نوع تبلیغ نه وی ! البته د زراعت په هکله څه کارونه شوی ، خو دومره نه دی لکه څومره چه یی ادعا کیژی ، او څومره چه باید وشی ، هغه هم د ټولو ولایاتو سره یو ډول برخورد نه دی شوی ، یا په بل عبارت د ۳۴ ولایاتو په سطح په متوازن توګه زراعتی پروګرامونه نه دی توزیع شوی . بیاهم د کرنی د وزارت نه د ملت ډیره توقع ده چه باید د زراعت ، مالداری ، او آبیاری په توسعه کی ډیر کار وکړی ، یوازی په فیسبوکی تبلیغاتو خلک باور نلری .د افغانستان د اقتصاد ستون فقرات د زراعت سکتور دی .تر اوسه کوم کارونه چه شوی ډیر کم او قابل پوښتنی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب