جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههند له افغانستان سره په روزنیزه برخه کې۲،۶ ملیون ډالره مرسته کړې

هند له افغانستان سره په روزنیزه برخه کې۲،۶ ملیون ډالره مرسته کړې

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۵) د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي هند له افغانستان سره په روزنیزه برخه کې د ۲،۶ میلیون ډالرو مرسته کړې.

مستور وایي دا پنځه تعلیمي پروژې نن په کابل کې د هند د سفیر وینای کمار او افغان چارواکو له لوري لاسلیک شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دا پروژې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه پورې  په بدخشان، خوست، فراه او کاپیسا ولایتونو کې عملي شي.

د مستور په وینا دوی به د هند په دې ۲.۶ میلیون ډالري مرسته به په خوست، بدخشان کې ښوونځي، د فراه د عالي تحصیلاتو موسسې ودانۍ او د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون سړک ورغول شي.

هند په هره برخه کې د افغان حکومت ښه ملګرتیا کړې او هر راز مرستې یې کړي دي.

جګړو په افغانستان کې د نورو برخو ترڅنګ روزنیزه برخه هم ډیره زیانمنه کړه او ډيری عام افغانان یې له زده کړو بې برخې او یا هم زړه تورن کړل.

عام خلک بیا تعلیمي برخه کې د اسانتیاوو ترڅنګ له حکومت د بیکارۍ د له منځه وړلو غوښتنه هم کوي.

دوی وایي زرګونه لېسانسه ځوانان بې روزګاره دي او همدا لامل دی، چې ډیری یې په غیر قانوني لارو له هیواده بهر وتلو ته زړه ښه کوي او یا هم په داخل کې د دولت ضد ډلو سره یوځای کیږي.

2 COMMENTS

  1. له هند څخه مننه.
    کاشکې نورو ګاونډیو مو سړکونه او تعلیمي مؤسسات نه ورانولی.

    د کابل-کندهار سړک هره ورځ د طالب له لاسه ۴۰-۵۰ انفجاره ویني.

    د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل ولسوالیو کې چې طالب دی، مکتب نشته.

  2. د تعلیم په برخه کی د معلم او استاد علمی او تجربی سویی ارتقا ته باید اولیت ورکړل شی ، معلمین د مسلک او علمی سویی په اساس په تعلیمی او تحصیلاتی مراکزو کی وګمارل شی ، د معلمینو او استادانو و امتیازاتو ته مناسبه پاملرنه وشی ، عدالت او ظوابط په نظر کی ونیول شی . داهغه اولیتونه دی چه د زده کړو کیفیت جګوی ، او مناسب ظرفیتونه په مملکت کی د کار د پاره روزلای شی . د بله طرفه باید هغه مسلکی زده کړو ته توجه ډیره شی چه د افغانستان په اقتصاد کی اساسی رول لوبولای شی ، لکه د معادنو ، زراعت ، انرژی ، صنعت ، تجارت او مدیریت برخی . یوازی د تعمیراتو جوړول ښه اولیت نه دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب