جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت وایي نن ۴۰۰ طالب بندیان خوشي کوي

افغان حکومت وایي نن ۴۰۰ طالب بندیان خوشي کوي

خبریاله: عاقله اسد (یکشنبه د سرطان ۱۵) د افغانستان حکومت وايي، د سولې د خبرو د پیل لپاره هر ډول ژمنې یې پوره کړې دي او ټول اړین ګامونه یې اخیستي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي  رسنیو ته ویلي،  حکومت غواړي نن (یکشنبه) ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

د هغه په وینا ، نن ورځ افغان حکومت د بندیانو د خوشې کیدو په اړه خپل وروستی دریځ اعلانوي.

د دې بندیانو له خوشې کیدو سره به د خوشې شویو طالب بندیانوشمیر ۴۵۰۰ ته ورسیږي.

افغان چارواکي دغه راز له طالبانو غواړي چې مناسب اقدام وکړي او هغه ۱۰۰۰ حکومتي ځواکونه چې د طالبانو له خوا نیول شوې ژر افغان حکومت ته وسپاري.

تر دي دمه وسله والو طالبانو د افغان لوري له ۵۰۰ تر ۶۰۰ بندیان خوشې کړې دي.

طالبانو تل په دې ټینګار کړی چې بین الافغاني خبرې به هغه وخت پيل کړي کله چې افغان حکومت  د دوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

د افغانستان حکومت د شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو، چې طالبانو یې د خلاصون لپاره حکومت ته په لیست کې نومونه ورکړي، د خوشي کولو پر ځای د نورو طالبانو خوشي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب