جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکورونا دوه ملیونه افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي

کورونا دوه ملیونه افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي

خبریاله: عاقله اسد (یکشنبه د سرطان ۱۵) په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب اداره وایي، کورونا وایرس د کارکوونکو ماشومانو په ژوند سخته اغیزه کړې.

د یادې ادارې په وینا، اوه ملیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي په افغانستان کې د کارکوونکو ماشومانو شمېره په چټکۍ سره په لوړیدو ده، او شاوخوا دوه میلیونه ماشومان چې له پنځه کالو څخه کم عمر لري له سختې لوږې سره مخ دي.

بل لورته د ماشومانو د ساتنې بنسټونه وایي، د قرنطین شرایطو له امله د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی.

دوی وایي، ډیری ماشومان له زده کړو هم بې برخې دي او آنلاین زده کړو ته لاس رسی نه لري.

د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، په افغانستان کې د کورونا وایرس خپریدل پر ماشومانو منفي اغیزه کړې ده.

دې ادارې ویلي،  د اپریل او مې  میاشتو راپورونه دا په ډاګه کوي چې له اوه میلیونو څخه ډیر ماشومان د قرنطین او بیکارۍ له امله بې ځایه شوي او د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

له کورونا وړاندې افغانستان کې ۵ اعشاریه ۲۶ میلیونه ماشومانو بشري مرستو ته اړتیا لرله.

په ورته مهال مریم عطایي د ماشومانو د ساتنې انستیتوت مطبوعاتي مسولې وویل: « د کورونا ویروس په راتلو سره ۸ اعشاریه ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.»

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه څلور یې ناچاره او بې وسه دي.

عطایي زیاته کړه د ماشومانو ناوړه وضعیت اوس هم دوام لري او زیاتوي د کورونا ویروس له خپریدو سره حکومت هم په کابل، کندهار، بلخ، هرات او یو شمیر نورو ولایتونو کې کار کوي څو د زیانمنو وګړو مرسته وکړي.

بل لورته د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي دوی ته تراوسه د کورونا له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې هیڅ راپور نه دی ورغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب