جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار نه تاجکستان ته د غنمو ۸ نور تریشرې صادر شوې

ننګرهار نه تاجکستان ته د غنمو ۸ نور تریشرې صادر شوې

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۵) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي په دې ولایت کې جوړ شوي د غنمو ۸ نور ترېشرې هم تاجکستان ته صادر شول.

د ولایت ویاند عطاالله خوږيانی وايي دا تهرېشرې په دې ولایت کې جاوید افغان په نوم یوې فابریکې جوړ کړي وو او په خبره یې نن تاجکستان هېواد ته صادر شول.

له دې وړاندې هم د یادې فابریکې څخه ۱۲ تهریشرې له هیواده د باندې صادر شوي دي او په دې سره د صادر شویو تهریشرو شمیر ۲۰ ته ورسیده.

د فابریکې مسولان وایي ډیر ژر به له تاجکستان سربیره قرغزستان هیواد ته هم د تهریشرو صادرات پيل شي.

دو زیاتوي، چې په صادر شویو تهریشرو کې د هر یوه وزن ۱۷۵۰ کیلو ګرامه دی او هر یو یې دوه، دوه سوه زره افغانۍ قیمت لري.

ننګرهارکې یوځل بیا د کورونا ویروس له محدودیتونو وروسته د تولیدي شرکتونو فعالیت ښه شوی خو مسولین یې د بریښنا په برخه کې  د ستونزو یادونه کوي.

دوی وايي که دولت ورته د بریښنا د برابرولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې تولیدات به یې په نړیواله کچه شي.

1 COMMENT

  1. جاوید افغان شرکت باید تاجکستان کی د ټولو منځنی اسیا هیوادونو لپاره،یوه نماینده ګی پرانځی.
    د تهریشرو اعلاناتو سره د تهریشرو پرزی،او داسی نورو د تهریشرو ګارنټی وړاندی کول به د دوی صادرات تر ازربیجان پوری هم ورسیږی.
    الله ج د جاوید افغان په مال اوتجارت کی برکت واچوی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب