د جورج واشنګټن (زېږېدنه د ۱۷۳۲م کال د فبرورۍ ۲۲مه- مړینه د ۱۷۹۹م کال د ډسمبر ۱۴ مه) په اړه، چې د امریکا موسس ګڼل کېږي، داسې نظریې شته چې په لومړي سر کې یو بریالی پوځي قوماندان و.
نوموړي منابع لرلې، فعال و، محتاط و، ځیرک و، د مهربانۍ تر څنګ یې په سختۍ هم چلند کاوه.
په سوله ییز وضعیت کې د جګړې په هکله خبرې کول او له ځانه اتل جوړول ډېر آسانه کار دی، ځکه چې په سوله کې نه لوږه وي، نه تنده وي، نه بېخوبې وي، نه وېره وي، نه ټپې کېدل او نه وژل وي.
خو د جګړې ډګر د عمل ځای دی، له وژونکي او ډېر خطرناک دښمن سره مخامخېدل دي. د وژلو او ویجاړولو ځای دی، په جګړه کې به يې یا وژنې او یا به دې وژني.
په هېڅ یوه جګړه کې خواږه نه وېشل کېږي. مرمۍ او وینې د جګړې د دواړو خواوو خوراک وي او د جګړې ډګر داسې یو ځای دی چې یو وخت وي، له ملګرو څخه به دې یوازې څو تنه ژوندي پاتې وي.
وايي، له جګړې وروسته څو تنو سرتېرو د خپلو اتلوليو په هکله خبرې کولې. یوه وویل، ما د دښمن دوه تنه ووژل، بل وویل ما د دښمن له درېیو تنو څخه سرونه غوڅ کړل، یوه يې وویل، ما هم د دښمن له یوه تن څخه دواړه پښې غوڅې کړې. ملګرو يې له ده وپوښتل چې ولې دې سر ترې نه پرې کاوه؟ ده ځواب ورکړل چې سر يې بل چا پرې کړی و.
په داسې پېچلو او وژونکو حالاتو کې حتی یوازې د ځان په هکله فکر کول او بیا د بریالۍ جګړې په هکله یوې سمې پرېکړې ته رسېدل ستونزمن کار دی.
خو په جګړه کې قوماندان بیا نه یوازې د ځان مسوول وي، بلکې د يوې سترې کتلې د مرګ او ژوند مسوولیت هم د ده پر غاړه وي. د دې تر څنګ خپلو مشرانو او خپل ملت ته د جګړې د پایلې په هکله ځواب ور کول هم د قوماندان دنده جوړوي. د ښې سوق او ادارې او بریالۍ جګړې په هکله له بل هر چا څخه د قوماندان رول ډېر زیات دی.
په جګړه کې د قوماندان رول ته په کتو که مخکې تر مخکې قوماندان ښه نه وي روزل شوی او په پوځي هنر سمبال او د جګړې کولو تجربه او حوصله ونه لري، خپل رول چې سالمه اداره او د جګړې ګټل دي په سمه توګه نه شي تر سره کولای.
قوي اراده، زړورتوب، هوښیاري، له ستونزو- نه وېرېدل او پر خپل وخت او موقع د ستونزو حلول، پر خپل بریالیتوب باور، له سرتېرو سره مینه، له دښمن سره نه پخلا کېدل، غیرت، شهامت، انسیاتیف، په جګړه کې له چل ول ګټه پورته کول، پر خپل وخت او په موقع سره پر دښمن ګذار کول، تدبیر، عدالت، سړه سینه، مقاومت او حوصله دا ټول هغه څه دي چې د دې په لرلو سره قوماندان په جګړه کې خپل رول په ښه ډول تر سره کولای شي.
که قوماندان حوصله او مقاومت ونه لري، نو ژر وارخطا کېږي او په جګړه کې خپل رول چې د خپلو زمریو سرتېرو اداره او سوقول دي په ښه شکل نه شي تر سره کولای، ځکه مقاومت او خندا په جګړه کې غښتلې وسله ده.
له ناپليون څخه يې یوه ټولګيوال پوښتنه وکړه:
«په ټولګي کې زه له تا لایق زده کړی وم، ته ولې امپراتور شوې او زه یو عادي افسر پاته شوم؟»
ناپلیون ورته وویل:
«زما ګوته به ته او ستا ګوته به زه په غاښونو زور کړم، بیا به درته ځواب در کړم.»
دوی همداسې وکړل، له څو دقیقو وروسته افسر د ډېر درد له امله په چیغو سر شو. ناپليون ور ته وویل:
«وګوره ته د درد او مشکلاتو په مقابل کې مقاومت نه لرې، ځکه زه امپراتور شوم او که یوه شېبه دې مقاومت کړی وای، ستا پر ځای به ما چیغې وهلې او بیا به ته امپراتور وای.»
قوي اراده په جګړه کې د قوماندان د ښه رول په هکله ډېر اهمیت لري. هغه څوک چې قوي اراده لري هېڅ کار ورته ناشونی نه وي.
زموږ ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص ) به ویل:
«پرېکړنده او ټینګه اراده د بریالیتوب پیل دی.»
هغه قوماندان چې په جګړه کې د رتبې، مډال او نشان له پاره په تمه وي، خپل رول چې د جګړې ګټل او د دښمن ماتول دي په سمه توګه نه شي تر سره کولای، ځکه هغه به یوازې پر خپل شهرت پورې زړه تړلی وي. داسې یو قوماندان له خپل شهرت برته بل هېڅ شي ته پاملرنه نه کوي او همدغه د ده د ناکامۍ سبب کېږي.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د افریقا په شمال کې د الماني ځواکونو قومانده د جنرال ایروین رومل (بشپړ نوم Johannes Erwin Eugen Rommel زېږېدنه د ۱۸۹۱م کال د نوامبر ۱۵مه- د ۱۹۴۴م کال د اکتوبر ۱۴ مه) په لاس کې وه.
نوموړي په ډېر متانت او زړورتیا مقابل لوري ته ماته ورکړه، ده خپلې پوهې او زړورتیا له امله یې د خپلو پوځیانو په زړونو کې ځای ونيو او د دښمن ځواکونه به د ده د نامه په اورېدو سره د جګړې له ډګره تښتېدل.
هماغه وو، چې د انګرېزي ځواکونو قوماندان (اوخین لیک) خپلو او د متحدینو ځواکونو ته امر وکړ چې الماني ځواکونه دې له دې وروسته د جنرال رومل په نامه نه بلکې د الماني ځواکونو په نامه یاد کړي، تر څو له دې سره د دوی د ځواکونو مورال لوړ شي.
جنرال رومل ته يې د ده د زړورتیا او بریالۍ جګړې له امله د مارشالۍ رتبه ور ولېږله، خو ده وویل:
«کاشکې د مارشالۍ رتبې پر ځای يې د ټانک دوه کنډکونه رالېږلي وای، ځکه زه د مارشالۍ پر ځای په دوو کنډکونو ډېر خوښېدم.»
کوم قوماندان چې یوازې د استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد له سیاسي نظام د ساتنې سره مينه ولري او ځان له ټولو سیاسي ګوندونو او ډلو ټپلو څخه لیرې وساتي، په جګړه کې خپل رول له کوم تشویش او بېځایه لاسوهنو پرته تر سره کولای شي.
په جګړه کې هغه قوماندان چې د دغو اوصافو خاوند وي، د قوماندان او ښه اداره کوونکي په توګه خپل رول په سمه توګه نه شي تر سره کولای.
که قوماندان بې فکره او لازم احتیاط ونه کړي ژر وژل کېږي. یو زړور خو کودن قوماندان تل مصیبت وي. تل خپل ځان او خپل ځواکونه په مصیبت اخته کوي.
که قوماندان ډارن او بې غیرته وي، په ډېره اسانۍ سره دی او پوځیان يې د دښمن له خوا اسیر کېږي. هغه قوماندان چې د ژوندي پاتې کېدو له پاره هره لاره غوره کوي، په خپلو هڅو کې به تل ناکامه وي.
که قوماندان قهرجن، عصبي او توندخویه وي، ژر تعادل له لاسه ورکوي. د خپلو پوځیانو په مخکې مسخره او د دښمن په مقابل کې کمزوری کېږي. ښکاره خبره ده څوک چې ژر په غوسه کېږي، په چټکۍ پرېکړې کوي او اصلي ستونزو ته پام نه کوي.
که قوماندان ډېر د خپل شهرت مینه وال وي، له مادیاتو سره زیاته مینه لري، ژر د دښمن له خوا په اسانۍ سره اجیر کېدای شي.
که قوماندان ډېر زړه خوږی او د نرم زړه خاوند وي د دښمن له خوا په اسانۍ سره ځورول کېدای شي.
په پوځي هنر پوهېدل او مخکې تر مخکې په جګړه کې د بریالیتوب له پاره د ځان چمتو کول قوماندان ته د دې وړتیا ورکوي چې د جګړې په ډګر کې خپل رول په ښه شکل تر سره کړي. له دې سره به خپل هېواد او خپلو خلکو ته منلی او اتل وي.