دوشنبه, مې 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد ژور خپګان د یوې ناروغې بېلګه| ډاکټر کامران وزیري

د ژور خپګان د یوې ناروغې بېلګه| ډاکټر کامران وزیري

دا ټوله کیسه د کوم ځانګړی کس نه ده خو بیا هم تر ډېره کچه رښتیا ته نږدې ده.

یوه ۲۴ کلنه مېرمن د خپل مېړه سره د رواني او عقلي ډاکتر لېدو ته ځي. سړی د ښځې په استازیتوب خبرې پېلوي چې مېرمن مې دری یا څلور میاشتې کېږي چې خپه- خپه کېږي اوکله یې زړه خوشې په خوشې نری شي او تل په نه خبره په غوسه کېږي. هره خبره بده پرې لګېږي او چې کله خلک ټوکې کوي د هغوی خبرې او ټوکې هېڅ خوند نه ورکوي. ټول مهال ستړې وي او هېڅ د کور کارونو ته یې زړه نه کېږي او کوښښ کوي چې ټول وخت خپله کوټه کې ګوښې کښېني.

کولاي شي ډېر په سختۍ سره ایله د خپل ماشوم لږ څه پالنه وکړي. نور دا چې ۳ کالونه مو د واده تېرېږي او ۳ میاشتې کېږي چې یو ماشوم مو پیدا شوی. پخوا ښه وه او نورې کومې ناروغۍ نه لري.

مېړه یې وایي مور مې فکر کوي چې کوم چا تاویز پرې کړی، ځکه خو ټنبله شوې ده او هم لېونۍ لېونۍ کېږي. دی وایي شکر دی کومې ځانګړې ستونزې نه لرو او شکر پیسې دومره شته چې ګزاره ښه په روانه وي…

مېړه یې همداسې لګیا وي «والا ډاکتر صاحب ته کوم چا راته ښودلی یې، نو موږ ځکه راغلو چې ښه دوا راته ولیکې چې دا ښه شي، خیر که دوا قیمته وي، موږ به یې حتا اصیله هم را پیدا کړو.»

ډاکترانو به د دې پورتنۍ ناروغۍ د درملنې بڼه او سپارښتنې یو له بل څخه ډیر توپیړ وکړي. تجارتي ډاکتران به بسم الله کړي او یوه اوږده د درملو نسخه به ولیکي او دغه ښاغلي ته به ووایي چې دا دوا دې خوري، ان شاالله چې ښه به شي.

ځینو ډاکترانو ته کېدلای شي دا دومره سخته ناروغي ښکاره نه شي او یوازې پر ځینو عامو نصیحتونو بسنه وکړي لکه ځینې چې وایي، پروا نه کوي کله- کله همداسې وي، خدای مهربان دی جوړه به شي.

ځینې لا کېدلای شي دا هم ووایي چې هغه ستړې ده نو له دې امله یې ځان په ناروغۍ اچولی، چې د کور له کارونو ځان خلاص کړي.

دا سمه او ښه خبره ده چې ډاکتر باید له کلتور او له دودونو سره سمې ارزونې او سپارښتنې وکړي خو دا په دې مانا نه ده چې ډاکتر دې د ټولنې هغه کړنې چې د انسان روغتیا اغېزمنولای شي او ګټورې نه وي هغو ته بې غبرګون پاتې شي او ورته د خیر پر غونډۍ کښېني.

هر کس او هر ناروغ حق لري چې سمه هراړخیزه ارزونه یې وشي او بیا ورته اټکلي تشخیص وړاندې شي او هم ورته غوره درمل او ځانګړې او پر ځای سپارښتنې څرګندې او وښودل شي. له ناروغ سره چلند کې باید د ډاکترۍ او انسانيت ټول بنسټیز اصول په پام کې ونیول شي.

که چېرې د دې مېرمنې د ناروغۍ بشپړه او هراړخیزه ارزونه وشي، نو ځینې لاندېني اضافه او اړین معلومات به ترلاسه شي چې هغه بیا تشخیص او هم درملنه اسانه او دقیقه کوي. د دې لپاره چې د ناروغ په ستونزو سم پوه شو نو باید چې دا ناروغه هم ګوښې او هم بیا له مېړه سره یوځای وپوښتل شي.

-دا مېرمن اوس مهال د خپل مېړه، خپلې لور او د مېړه د کورنۍ له ۱۶ غړو سره په یو درې کوټیز کور کې اوسېږي. د کور ژوند یې تنګ او تروش دی او دې ته خپل ځان وینځه او دا کور لکه زندان ښکاري.

-دا ښځه دری کلونه مخکې په بدو کې ورکړل شوې او واده شوې ده. په دغو کلونو کې تر اوسه هېڅکله دباندې نه ده وتلې او حتا خپل پلار او مور یې نه دي لیدلي او یوازې په تیلیفون ورسره غږېږي.

-مېړه یې تر دې څلور کاله ځوان دی او د خپلې کورنۍ کشر او ډېر نازولی دی.دا او مېړه یې لا تر اوسه یو د بل په خبرو نه پوهېږي. مېړه یې یوازې د خپلې مور خبرې مني او غواړي چې دا هم بې له قیده او شرطه د هغې ټولې خبرې ومني.

-د دې مېرمنې دوه کاله ماشومان نه پیدا کېدل، نو ډېره ځورېدله او خواښې تل مدام ګواښله چې هرو مرو بنه به په راولي. درې میاشتې مخکې یې لور پیدا شوه خو ټول ورته خپه دي، چې ولې زوی نه دی او د کورنۍ غړي هېڅ مرسته ورسره نه کوي.

-کله چې خپلې مور ته خپلې ستونزې وایي نو مور یې ورته غوږ نه نیسي او ورته داسې وایي «ته لېونۍ یې، مېړه لرې، کور لرې، کالي لرې او ډوډی لرې، نور نو خوشې په خوشې غمونه کوې هم ځان او هم موږ شرموې.»

-دا مېرمن وایي: «فکر کوم چې ښه به وي مړه شم، خو د خپلې لور په خاطر باید دا هر څه وزغمم.»

دا وایې ډاکتر صاحب داسې درمل راکړه چې ارامه ویده شم او بیا را پانڅېږم. دا نه غواړي مېړه یې د دې ټولو خبرو او د دې له شکایتونو خبر شي، ځکه فکر کوي ژوند به ورته لا دوزخ کړي.

که څه هم د دې مېرمنې په هکله نور اړین معلومات لرم، خو نه غواړم چې کیسه ډېره اوږده شي او یوازې پر دا لیکل شویو ستونزو بسنه کوم، خو غواړم یادونه یې وکړم چې د ناروغ د ژوند د لاندېنیو برخو باید هرومرو معلومات تر لاسه شي.

-د اوسنیو ستونزو په هکله لږ څه نور معلومات، د ښه کېدلو او خرابېدلو لاملونه، مېړه سره د اړیکې څرنګوالی،

-کوچنیتوب او وده یې، ښوونځی او لوړې زده کړې، د سواد کچه،

-د فزیکي ناروغیو شتون

او داسې نور…

 

که خدای غوښتل، بله ليکنه د دې ناروغې د درملنې په هکله لنډه یادونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب