جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپولیس: د بغلان - سمنګان په لویه لاره ۱۵ طالبان وژل شوي

پولیس: د بغلان – سمنګان په لویه لاره ۱۵ طالبان وژل شوي

خبریال: الله نظر ترین

(سه شنبه، د سرطان ۱۷) د بغلان ولایت د پولیسو قومندانۍ د یوې خبر پاڼې په خپرلو سره ویلي چې د طالبان حمله یې په شاه تمبولې او د بغلان سمنګان لویه لاره یې د تګ راتګ پر لپاره پرانیستې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نښته کې د طالبانو ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وویل چې امنیتي ځواکونو وروسته تر هغه ګډ عملیات تر سره کړل چې طالبانو غوښتل د بغلان – سمنګان لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړي.

د هغه په خبره په دغه نښته کې د طالبانو یو مهم غړی هم وژل شوی دی.

بشارت وايي اوسمهال دغه لاره د هر راز تګ راتګ لپاره  خلاصه ده او خلک کولی شي چې په ډاډه زړه خپل سفر وکړي.

د یو بل خبر له مخې د کابل، ننګرهار، زابل، نورستان او جوزجان ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

الله نظر ترین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب