Homeخبرونهولسمشر غني: د طالبانو د جګړې دوام د سولې پروسه له ننګونو...

ولسمشر غني: د طالبانو د جګړې دوام د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کړې ده

خبریاله: عاقله اسد(سه شنبه، د سرطان ۱۷) ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي د افغانستان د سولې پروسه به له جدي ننګونو سره مخامخ شي.

د هغه په ​​وینا، د طالبانو لخوا دوامداره تاوتریخوالی د سولې په اړه ملي اجماع کمزورې کوي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون (دوشنبه ، د سرطان ۱۶) په کابل کې د سیمې د هیوادونو له استازو سره په مشورتي ناسته کې د وینا پر مهال وکړې.

ولسمشر غني زیاته کړه، د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د تیرو کلونو په پرتله لوړه ده، او که همداسې دوام وکړي د سولې پروسه به له ننګونې سره مخ شي.

هغه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې وویل چې طالبانو تراوسه خپل مسؤلیتونه نه دي ادا کړي او په تروریستي شبکو پورې تړلي دي.

ښاغلي غني وړاندیز شوی اوربند، د هر اړخیز مذاکراتي ټیم جوړیدل، د ملي پخلاینې عالي شورا رامینځته کول او د “قوي ملي اجماع” رامینځته کول د سولې د لاسته راوړلو لپاره د افغان حکومت د ګامونو په توګه یاد کړل.

هغه وویل:

“موږ په سیمه کې ستر ګامونه اخیستي دي ترڅو چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، موږ بندیان خوشې کړي او د مستقیمو خبرو د پیل ژمنه مو کړې. دا په دې موخه چې دوی به د اورکم منلو ته دوام ورکړي ترڅو زموږ لپاره د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره غوره شرایط برابر کړي، مګر بدبختانه چې د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالی ډیر شو.”

غني له افغانستان سره د سیمه ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د یوې برخې په توګه کولی شي د سیمه ییز ثبات او هوساینې لپاره ښه رول ولوبوي. هغه زیاته کړه: “زموږ لید دا دی چې افغانستان د هوساینې او ثبات مرکز شي ، د سیمې د پرمختګ او ودې لپاره یوه لاره ده.

ښاغلي غني وویل چې افغانستان د جګړې پای ته رسولو لپاره سیاسي اراده لري او د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره یې سیاسي حل لاره وړاندې کړې وه. د ده په ​​وینا، د جنګ پای ته رسیدو لپاره نړیواله اجماع شته او د قوي سیمه ییزې اجماع لپاره د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ملاتړ به افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې اهدافو ته ورسیږو.

د سولې او بین الافغاني خبرو اترو په اړه د “سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا” تر عنوان لاندې د سیمې د هیوادونو مشورتي ناسته پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د سیمې د شاوخوا ۲۰ هیوادونو استازو ، د افغانستان ستراتیژیکو ملګرو او ملګرو ملتونو برخه اخیستې وه. د سه شنبه او پنجشنبه په ورځ ، کابل د سولې پروسې او نړیوالو خبرو اترو په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په هکله د درې نورو درې اړخیزو او دوه اړخیزو سیمه ییزو غونډو کوربه دی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د پنجشنبې په ورځ به د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته او د سیمه ییزې ناستې کوربه وي. دې ناسته کې به د افغانستان لوی نړیوال همکاران او هغه هیوادونه برخه واخلي چې په تیرو ۱۹ کلونو کې یې د امنیت او اقتصادي شرایطو کې یې د افغانستان ملاتړ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...