چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېپه بریتانیا کې افغان سفیر ته پرانستی لیک‎

په بریتانیا کې افغان سفیر ته پرانستی لیک‎

امین کوچی

ابراهیم څوارلس کلن و چې د کورنۍ د اقتصاد د ښه کولو، ځان او کورنۍ ته د ښه ژوند د برابرولو لپاره لندن ته راغی. سیاسي پناه یې وغوښته خو ډېر ځوان و او په دې مسایلو نه پوهېدو نو خپله قضیه یې سمه تعقیب نه کړه. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت (هوم افیس) د ده قضیه رد کړه او هغه هم غریبي اخیستی و، ډ ېر پسې ونه ګرځېدو. لس کاله بې اسنادو ګرځېدو او پټ کار به یې کاوه، لس کاله وروسته یې له یوې داسې نجلۍ سره واده وکړ چې د بریتانیا پاسپورټ لري. د بریتانیا د قانون له مخې څوک چې له بریتانوي پاسپورټ لرونکي سره واده وکړي هغه ته ویزه ورکول کېږي. ځوان ته خدای یو زوی هم ورکړ. کله یې چې د وېزې لپاره درخواست ورکاوه نو د افغان پاسپورټ غوښتنه ترې وشوه. اصلي تذکره یې واخیسته او له خپل ماشوم او بهرنۍ مېرمنې سره سل میله لېري په لندن کې د افغانستان سغارت ته ورغی. هغوی ورته وویل چې په تذکره کې یې ستونزه ده باید نوې تذکره جوړه کړي. پلار او وروڼو یې نوې تذکره ورته جوړه کړه او لندن ته یې ورته راولېږله خو سفارت هغه هم رد کړه ځکه چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه ټاپه شوې نه وه. هلک تذکره بېرته افغانستان ته ولېږله او له بهرنیو چارو وزارت څخه یې پرې راټاپه هم کړه. په دې لېږلو رالېږلو کې  شپږ میاشتې ووتې. کله چې افغان سفارت ته له نوې ټاپه شوې تذکرې سره ورغی ډيپلوماټ پښه په پښه اړولې ناست او تورې عینکې په سترګو وې، ورته وویل چې تذکره یې جعلي ده ځکه چې هغه افغانستان ته نه دی تللی نو تذکره یې څرنګه جوړه شوه. هلک ډېرې زارۍ او منتونه ورته وکړل خو غږ یې وانه ورېدل شو. اوس هک پک پاتي دی چې څه وکړي چې افغان پاسپورټ واخلي او ویزه واخلي او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. په بریتانیا کې افغان سفیر هر وخت د افغان کډوالو غږ اورېدلی دی او په کراتو یې  قونصلګرۍ څانګې ته احکامات هم ورکړي دي خو هره دویمه ورځ قونصل بدل شوی وي او نوی قونصل نوې نخرې شروع کړي. په بریتانیا او اروپایي هېوادونو کې افغانان د کډوالۍ ژوند تېروي، په ډېرې سختیو او مشکلاتو اروپا ته ځان راورسوي خو چې کله افغان سفارتونو ته ورشي نو د ډیپلوماتانو په توګه راغلي د قومندانانو، جنرالانو، وکیلانو، څارنوالانو او وزیرانو زامن د دوی د مشکلاتو د حل پرځای نورې ستونزې ورته جوړوي. په بریتانیا کې له افغان سفیر څخه هیله کېږي چې د قونصلګرۍ څانګې ته پاملرنه او لارښوونه وکړي چې افغان کډوال په وړو وړو خبرو نه ځوروي او ستونزې يې حل کړي.

3 COMMENTS

  1. اروپایی هیوادونو کی اکثر افغان دیپلوماتان په واسطه او خپلوی ټاکل شوی دی،
    لاندی ستونزی افغان سفارتونه کی دی،
    ۱-دپیلومات ډیر زر په قهر کیږی،لړی یی د خولی باد کیږی لکه جنرال دوستم.
    ۲-د سفارت تلفون زنګونه تیروی،خو تیلفون نه اوچتوی،کله یی چه اوچت کړی د ستونزی په حل کولو کی مرسته درسره نه کوی بلکه درته وایی چه برو وقت مرا ضایع نه کن.
    ۳-اداری کارونو باندی هیڅ سرونه نه خلاصیږی مثال درته وایی چه،مرا تذکره ات،چه ذکره درسره نه وی افغان پاسپورت نه منی.بیا اروپایی پاسپورت هم نه منی.هیڅ قناعت نه درکوی بلکه د لوچکانو لکه د پنجشیر غله داسی رویه کوی وایی چه برو بیرون شو.
    داسی معلومیږی چه دا د قاتلینو قوماندانانو زامن دلته په سفارتونو کی په دندی ګمارل شوی ،چه دلته د افغان مهاجر وزوروی،
    او پلارونه یی چه قوماندان غله ګڼ کپان دی داخل د افغانستان کی ولس وځپی،
    نو مفسدین هم په خارج کی او هم داخل کی،
    د نوی خارجه وزیر څخه هیله کوو چه وروره،جنرال دوستم او د هغه اولاده په خارج کی نه چلیږی،افغانستان پوزه مه پری کوی.
    کورسونه ورته جوړ کړی،مسلمان معتمد خلک سفارتونو کی وټاکی.
    د طالیبانو یو عادت زما خوښ دی،نه رشورت خوری،او نه مفسدین دی

  2. د افغانستان د باندینیوچارو وزارت باید د افغانانو ستونزوته جدي پاملرنه وکړي . د مهاجرو افغانانو له برکته هرکال په میلیونونو دالرو عاید د قونسلي څانګو له خوا راټولیږي. د افغانانو پېژندل دومره سخت کار ندی . که احیانا له چا سره خپله تذکره نه وي ، هغه ته پاسپورت نه ورکول کیږي. که څوک افغاني پاسپورت ونه لري په هغو هېوادونو کې چې مهاجر مېشت دي ، مقیم دولتونه له مهاجرو سره مرسته نه کوي.
    یوه ضروري غوښتنه او د ستونزو د حل لار:
    د افغانستان دولت دې د الکترونیکي تذکرو وېش په خارج کې له کډوالو افغانانو شروع کړي ، د کډوال د پلار د تذکرې د کاپی له مخې د هر مهاجر اصلي هویت ، د زېږېدلو ځای او نور مالومات تر لاسه کېدلی شي ، پدې کار سره به دولت ته کافي عاید ترلاسه شي او هم به د مهاجرو ستونزې حل شي.
    افغانستان د نړۍ له هېوادونو نه یو متمدن هېواد دی او افغانان حق لري د یو متمدن انسان په حیث د خپل ځان د پېژندنې سند یعنې برښنایی تذکره ولري .

  3. امین کوچی صیب ، خوښ شوم چې دغه ځوان واده وکړ او الله پاک د یو زوی پلار هم کړ. ان شاء الله چې دغه د پاسپورت یا تذکرې ستونزه به هم حل شي .
    خو دا مې د وطن ګناه نده بلکې دا مې د وطن د نااهله او غدارې طبقې کار دی، ځکه چې دوی افغانستان ته د خدمت په ځای د افغانستان نوم نشان بدناموي.
    همدا ټولنیزې رسنۍ نه کار واخلئ او نشرات وکړئ، ان شاء الله چې ایماندارو چارواکو تر غوږونو دا خبره ورسي، نو بیا به دومره ستونزه پکې نه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب