پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکونړ کې پاکستانۍ جاسوسه الوتکه غورځېدلې

کونړ کې پاکستانۍ جاسوسه الوتکه غورځېدلې

تاند ( سه شنبه ، د سرطان ۱۷) د کونړ د ولایت ویاند عبدالغني مصمم وایي تیره شپه  د ډیورنډ فرضي کرښې ۷۰۰ متره دیخوا یوه پاکستانۍ جاسوسه الوتکه غورځیدلې ده.

مصمم وایي دا الوتکه د سرکاڼو ولسوالۍ د ګلاب پړۍ په سیمه کې رالوېدلې ده او زیاتوي د لویدو علت یې لا معلوم نه دی.

خو بل لورته کونړ کې یو شمیر سرچینو تاند وېب پاڼې ته وویل،چې افغان او پاکستاني  جنګیاليو د کونړ ولایت اړوند سیمه کې نښته کړې ده .

سرچینې زیاته کړه، چې نښته تیره شپه د سرکاڼو ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي په دې جګړه کې ۲۰ پاکستاني پوځیانو د لشکر طیبه ډلې په مرسته د غورځیدلې الوتکې لټون پيل کړی وو،چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

په دې نښته کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...