Homeداسې هم شتهپه بدخشان کې د کبانو د نسل د ختمېدو وېره

په بدخشان کې د کبانو د نسل د ختمېدو وېره

خبریاله: عاقله اسد( شنبه د سرطان ۱۴) د خال دار کبانو نسل په بدخشان کې د له منځه تلو له خطر سره مخ دی.

کبان غوښه، چې د څېړنو پر اساس یې غوښه ډېره ګټوره ده، ډېر ډولونه لري.

په بدخشان کې هم راز راز کبان موندل کېږي او د دې ولایت د سړو سیمو په پاکو اوبو کې ژوند کوي.

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکې، او د چاپیریال فعالان د کب د نسلونو د له منځه په خاطر اندېښنه لري او وايي چې جګړې دا خطر لا زیات کړی دی.

د دوی په وینا، کب نيونکي او د بدخشان اوسېدونکي د خالدار کب لپاره له لاسي بمونو، د د برېښنا له شارتۍ او همدارنګه له پاکستاني جالونو کار اخلي او دا کار د دې سبب شوى چې د کبانو نسل د محوه کېدو له خطر سره مخامخ شي.

د بدخشان د چاپیریال ساتنې د ادارې پخوانى رئيس غلام نبي سرفراز وايي، خالداره کبان چې پخوا په دې ولايت کې زيات موندل کېدل اوس خورا کم شوي دي.

سرفراز زیاتوي «د دې ډول کبانو نسل د دولت تر واک لاندې سيمو کې لکه په جرم ولسوالي کې ختم شوی دی، او کب نيونکي د کبانو د نيولو لپاره د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته هم ځي.»

د هغه په خبره، په اوس وخت کې خالداره کبان شهدا، زيباک، جرم، خاش، کران ومنجان او يمګان ولسواليو په ډنډونو او لویو حوضونو کې موندل کېږي.

د زېباک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: «اوس کب نيونکي د خالداره کبانو د نيولو په خاطر د کبانو د اصلي اوسېدو ځاى ته ورځي او د خلکو علاقه مندي د خالداره کبانو له غوښې سره ډېره شوې ده، او په همدې خاطر کب نيونکي په بې درېغه ډول کبان نيسي.

له بله پلوه د بدخشان اوسېدونکي او د چاپیریال ساتنې د ادارې کارکوونکي او فعالان وايي، امنيتي ځواکونه هم د بدخشان په ولسواليو کې کبان نيسي.

په همدې حال کې د بدخشان د پوليسو وياند ثنا الله روحاني او د دويمې لوا د رسنيو د څانګې مسٶل عبدالمناف نظري د امنیتي ځواکونو له لوري د حيواناتو ښکار او د کبانو نيونه ردوي.

له بلې خوا د بدخشان د چاپیریال ساتنې رياست د طبيعي  ميراثونو د ساتنې څانګې عمومي مدير ضياءالحق کامران وايي، د کب نيونکو له خوا د خالداره کبانو نیونه، د زياتو سېلابونو د راتلو پر اساس د کبانو د هګيو اچولو ځايونه له منځه وړي دي، او د هغوى د نسل په له منځه وړلو کې هم اثر لري.

د وحشي حيواناتو په ښکار او د طبيعي منابعو د نه ساتنې له امله د بدخشان چارواکې له ډېرو انتقادونو سره مخ شوي دي.

د دې ولايت چارواکي تراوسه نه دي توانېدلى چې د وحشي حيواناتو د ښکار عاملان په سزا ورسوي او له ښکار څخه يې منع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...