پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهګران هېواد: د سولې پروسې په اړه درې مهمې غونډې جوړیږي

ګران هېواد: د سولې پروسې په اړه درې مهمې غونډې جوړیږي

تاند (شنبه، د سرطان ۱۴) روانه اونۍ کې د افغانستان په کوربتوب د سولې درې ملي او نړیوالې غونډې جوړیږي

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې روانه اونۍ د افغانستان په کوربه توب د بين الافغاني خبرو اترو په اړه د سيمه یيزې او نړېوالې اجماع په موخه  درې مهمې سيمه ييزې، نړيوالې او درې اړخيزه ناستې ترسره کېږي.

ددغه وزارت ویاند ګران هېواد وویل، چې دا ناستې به د بین الافغاني خبرو اترو څخه مخکې د اجماع د رامنځته کېدا په موخه په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې پروسې په اړه تر سره شي او ددې پروسې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

یاده دې وي چې دا ناستې به د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شي.

ګران هیواد ویلي، لومړۍ ناسته به په روانه اونۍ کې د دوشنبې په ورځ ترسره شي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په خبرو به پیل شي.

د ګران هېواد په خبره دوهمه ناسته چې د افغانستان، چین او پاکستان د ستراتېژیکو مسایلو په اړه پکې خبرې کېږي د سه شنبې په ورځ تر سره کیږي.

هغه وویل چې په دې ناسته کې به د امنیتي، اقتصادي او د سولې مذاکراتو په اړه بحث وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دریمه ناسته به د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر غني په خبرو پیل شي.

ددغه وزارت ویاند وايي، چې ددې خبرو اترو اصلي هدف به د نړیوالې اجماع رامنځته کېدل، بین الافغاني مذاکراتو او د افغانستان سولې بهیر وي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۲) له خپلو ترکمن او ازبک سیالانو سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي وه، چې د بهرنیو چارو وزارت به د ۱۸ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د اجماع د رامنځته کېدا او د سولې پروسې په اړه ناستې رامنځته کړي.

تر اوسه د بین الافغاني خبرو لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکل شوی، خو تمه کیږي چې په روانه میاشت کې به په رسمي ډول پیل شي.

1 COMMENT

  1. د بهرنیو چارو وزارت = بهر هندی ، چارو = پښتو ، وزارت = عربي
    اوکه د باندېنیو چارو وزارت .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب