سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهایران: د هرات - خواف رېل پټلۍ رغنیزې چارې به ژر بشپړې...

ایران: د هرات – خواف رېل پټلۍ رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

تاند ( شنبه ، د سرطان ۱۴) د ایران د سړکو او ښار جوړونې ویز محمد اسلمي وایي، چې افغانستان سره یې د اورګاډي پټلۍ رغنیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

اسلمي وایي، چې د هرات-خواف ریل پټلۍ رغنیزې چارې به په بشپړه توګه د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه ، چې د ایران اړوند برخه رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي.

اسلمي دا لاره د ایران او په ځانګړي ډول افغانستان لپاره له اهمیته ډکه بللې او زیاته یې کړه، چې

د دې پټلۍ جوړېدو سره به نه یوازې په افغانستان کې د ایراني بلکې د نورو هېوادونو د پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره شي.

د هرات ـ خواف د رېل پټلۍ چې د یوې برخې جوړولو چارې یې د ایران او د پاتې هغې جوړولو مسوولیت یې د افغانستان په غاړه دي.

مسولان وایي د دی په بشپړېدو سره به افغانستان د عراق رېل شبکې له لارې له مرکزي اسیا سره هم وتړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب