چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد لوړپوړیزو ودانیو د ګرمولو سیسټم له ډبرو سکرو مایع ته اوړي

د لوړپوړیزو ودانیو د ګرمولو سیسټم له ډبرو سکرو مایع ته اوړي

تاند (شنبه، د سرطان ۱۴) چاپېریال ساتنې اداره: د لوړپوړیزو ودانیو مالکان باید خپل سیستم بدل کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس شاه زمان میوندي نن په یوه خبري کنفرانس کې د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو له مالکانو وغوښتنه، څو د سږ کال تر ژمي پورې د مرکز ګرمي او لوړپوړیزو

ودانیو ګرمولو لپاره د ډبرو سکارو سیسټم مایع ته واړوي.

میوندي نن په کابل کې د نفتي او سټنډرډ سون توکو له مرستیلانو سره یوې ګډې خبرې ناستې ته په خبرو کې وویل، چې د لوړپوړیزو ودانیو مالکان باید خپل سیستم بدل کړي، کنه نو د اړونده برخې څارونکي به مرکزګرمیو ته اجازه ورنکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې ددوه فلټرونو د نصب چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به یې کارونه خلاص شي.

هغه وویل چې د خصوصي سکتور پانګوالو د هوا د ککړتیا د مخنیوي برخه کې د حکومت له مسؤولو بنسټونو سره مرستو ته چمتووالی ښودلی دی.

شاه زمان میوندي له خلکو هم غوښتنه کړې چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې دې د یادې ادارې لارښوونې عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب