د هېواد د چارو چلولو او سمبالولو له پاره داسې یوه مشر ته اړتیا وي، چې د سیاست په ټولو رمزونو پوه او بلد وي او وکولای شي چې په ستونزمنو حالاتو کې د ملک بېړۍ د وخت له توپانونو وساتي او سلامته يې ساحل ته ورسوي.
د هېواد د مشرۍ له پاره یوازې ملي ګټو ته ژمنتیا بسنه نه کوي، نو ځکه هر عاقل او بالغ ښاري او هر د کلي او کوڅې کس د مشرۍ او د ملک د رهبري لیاقت نه لري.
رهبر او مشر باید هغه څوک وي چې د عدل او انصاف تر څنګ د هېواد د سیاست په ټولو چارو پوه او بلد وي. هغه بهیر په پیل کې تشخیص کړي، چې د هېواد د بدمرغیو سبب کېدای شي، ځکه هوښیار واکمن شخص کولای شې چې په پیل کې د دغو بدمرغیو مخه په ښه شکل ونیسي.
سقراط به ویل:
«هغه ملت د رحم قابل دی چې مشر يې فتنې زېږوي او بې ځایه جګړې کوي.»
اوس جوته چې په نړۍ کی اوس له ملي وسله والو ځواکونو پرته به هېڅ هېواد په امن کې نه وي. نو هغه واکمن چې خپلې ملي وسله والې لښکرې او هغه زړورتيا چې له هېواد څخه د دفاع له پاره په کار وي ونه لري، مانا دا چې خپل ځان دې بخت او طالع ته وسپاري.
د جګړې له هنر څخه ناخبره واکمن او یا په خپل څنګ کې د یو باتجربه جنرال نه لرل به هېڅکله د خپل پوځ په منځ کې د باور او احترام وړ نه وي. همدغه سبب دی چې واکمن باید په خپله د وسله وال پوځ مواظبت او څارنه وکړي. د دې تر څنګ واکمن باید د وسله والو ځواکونو د جوړولو په هکله د ملت نظريات په نظر کې ونیسي، ځکه چې وسله وال ځواکونه له ملت څخه او د ملت په پیسو جوړېږي.
که چېرې له واکمن سره د ملت ملاتړ نه وي، د ډاډمنو وسله والو ځواکونو جوړول د امکان څخه ليرې څه، چې ناممکن کار دی.
د واکمن له پاره د خلکو ملاتړ هغه وخت حاصل وي چې خلک پر واکمن باور ولري او د خپل مشر او خواخوږي په نامه يې وپېژني او واکمن هم دا ثابته کړي، چې واقعاً د ملت رایه ورته ارزښت لري.
د هوښیار واکمن له پاره حتمی نه ده چې وسله وال ځواکونه د بشپړ غور او فکر پرته په جګړه کې ورداخل کړي، ځکه د ملي ځواکونو جوړول یوازې د جګړې له پاره نه وي، کېدای شي ملي ځواکونه د یوه هېواد د قوت او غښتلتیا نمایش وي او د دې تر څنګ د هېواد په پرمختګ، بیا جوړونې او په ستونزمنو حالاتو کې لکه زلزلو، سېلابونو، وبا، غره ښوېيدنو او نورو ناوړه حالاتو کې د ملت تر څنګ او د خپلو خلکو په چوپړ کې وي.
واکمن باید د دې صلاحیت او اتوریته ولري چې د هېواد لانجې بې له جګړې او د خبرو له لارې حل کړي. که چېرې جګړې ته زړه ښه کوي او یا جګړې ته ور کشول کېږي، په دغه صورت کې باید کوښښ وشي چې جګړه پرېکنده وي او ډېره اوږده نه شي، ځکه اوږده جګړه د وسله والو ځواکونو او هېواد په ګټه نه ده.
په اوږده جګړه کې ځواکونه ستړي او مايوسه کېږي، وسلې له منځه ځي او پخېږي. د دې تر څنګ ملي خزانه تشېږي او خلک له بېوزلۍ سره مخامخ کېږي.
دا سمه ده چې د یوه هېواد د ساتلو له پاره واکمن د وسله والو ځواکونو جوړولو ته ملا تړي، خو د جوړولو تر څنګ باید د ځواکونو وړتیا ته ډېره پاملرنه وشي. ځواکونه د ښو وسلو تر څنګ باید په پوځي علومو او فنونو سمبال شي.
د يوې غښتلي اردو د جوړولو له پاره واکمن باید په جاهلو، احساساتي، جنجالي او په پوځي هنر ناپوهو کسانو باندې حساب ونه کړي. د ملي ځواکونو د جوړولو او اداره کولو دنده هغه چا ته وسپاري چې د جګړې په هنر او پوځي علومو پوه وي، د خلکو او هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.
له دښمن سره په دښمنۍ کې د فولادو په څېر کلک او د دوستانو سره په دوستۍ کې د ورېښمو په څېر نرم وي.
واکمن ته اړينه ده چې د وسله والو ځواکونو مشري د اعلی سرقوماندان په توګه ټول وخت په خپله وکړي. د اردو د جزوتامونو په هکله کره معلومات ولري. د افسرانو د ترفیع، تقاعد، امتیازاتو او مجازاتو په هکله له عدالت څخه کار واخلي. په ځانګړي توګه د قوماندانانو په روزلو او ټاکلو کې بشپړه پاملرنه وکړي.
هوښیار، لایق، د هېواد ملي ګټو ته ژمن او په پوځي هنر پوه قوماندانان کولای شي چې د اعلی سرقوماندان امرونه او هدايتونه پر خپل وخت عملي کړي او له دښمن سره په جګړه کې د هېواد له پاره افتخارات او بری په ډالۍ راوړي.
کوم واکمن چې لوړ شخصیت، عالي عقل او غښتلی هوش او فکر ولري، د کار سړیو او قوماندانانو په پېژندلو کې بیړه او اشتباه نه کوي.
واکمن باید کوښښ وکړي چې وسله وال ځواکونه د سولې پر مهال او تر جګړې مخکې جوړ کړي، که دې ته اړ کېږي چې هم جګړه وکړي او هم د جګړې پر وخت وسله وال ځواکونه جوړ کړي، په داسې حالاتو کې اړینه ده چې واکمن ډېره پاملرنه د ځواکونو جوړولو ته واړوي او کوښښ وکړي چې ډېر باتجربه جنرالان په خپل څنګ کې ولري، هر جاهل او د جګړې له هنره ناخبره کس ته دندې ونه سپاري، ځکه هغه قوماندان چې د خپلو موخو په هکله سم او کره معلومات ونه لري له دښمن سره مقابله نه شي کولای.
چنګېز، تیمور، ستالین، ابومسلم خراساني، طاهر فوشنجي، سلطان غياث الدين غوري، سلطان علاالدين غوري به شخصا په خپله د وسله والو ځواکونو لارښوونه او مواظبت کاوه.
چنګېز به د قوماندانانو په روزلو کې ډېر زیار ویست، هماغه و چې د نوموړي تر مړینې وروسته يې د اولادونو واکمنۍ پېړۍ- پېړۍ دوام وکړ. جوزیف ستالین (زېږېدنه د ۱۸۷۸م کال د ډسمبر ۱۸مه- مړینه د ۱۹۵۳م کال د مارچ ۵مه)هم له چنګېز څخه کم نه و، کله چې المانيان په دویمه نړيواله جګړه (د ۱۹۳۹ د سپټمبر له لومړۍ- د ۱۹۴۵م کال د سپټمر تر دویمې) کې د مسکو څنډو ته راورسېدل، دوی کرملین ته دومره نږدې وو، چې د توپونو ګولۍ به په اسانۍ سره د کرملین تر ماڼۍ رسېدلې.
ستالین په میترو کې غونډه جوړه کړه. له غونډې وروسته يې نظامي پریټ ترسره کړ او تر پريټ وروسته يې سرتېري د جګړې ډګر ته ولېږل او د ځواکونو لارښوونه او قومانده يې پر خپله غاړه واخیسته. پایله يې بې له شکه بری و.
ګوډ تېمور (زېږېدنه د ۱۳۳۶م کال د اپرېل ۹مه- مړینه د ۱۴۰۵م کال د فبرورۍ ۱۸مه) به هم په خپله په جګړو کې ګډون کاوه او تر هرې جګړې وروسته به يې له ښار څخه لیرې اردو ووهله او د ښوونې او روزنې لارښوونه به يې په خپله کوله.
واکمن او د حکومت کولو لپاره کسان باید پوه او باشخصیته خلک وي. یوازې داسې کسان کولای شي چې ښه حکومتولي وکړي، خپل ټول ژوند د هېواد او ولس چوپړ ته وقف کړي او د خپلو خدمتونو بدل ونه غواړي.
افلاطون به ویل:
«ښه نظام د ښو لوستونکو خلکو په مټ رامنځته کېږي، ځکه پوهه په انسان کې ټولنیز شعور را ژوندی کوي. له دې سره خپل مسوولیتونه ښه پېژني او ښه يې ترسره کوي.»
ابولیث صفاري او سلطان محمود غزنوي به دې اصل ته ډېره پاملرنه کوله، خپل وسله وال ځواکونه به يې په خپله روزل او د دوی له پوځي وړتيا څخه به يې ځانونه ډاډمنول او بیا به يې جګړې ته سوق کول، ځکه به په هره جګړه کې بریالي وو.
ابولیث صفاري به په خپل حضور کې خپل پوځ ته تنخواه ورکوله او د هر سرتېري وسله او آس به يې په خپله معاینه کاوه. واکمن باید د وسله وال پوځ په هکله هېڅ وخت بېغوري ونه کړي، ځکه وسله وال پوځ د هېواد د پت او عزت ساتونکی دی.
د وسله والو ځواکونو په هکله د واکمن لږه بېغوري ممکن لوی ناورين رامنځته کړي.
که محمد ظاهر شاه او سردار محمد داودخان په اردو کې د ګوندونو د نفوذ مخنیوی کړی وای او بیا خلقیانو او پرچميانو اردو ګوندې کړی نه وای، اوسنی ناورین به نه رامنځته کېده.
د میرویس نیکه او احمد شاه بابا بریالیتوب هم په همدې کې و، چې د وسله والو ځواکونو مواظبت به يې په خپله کاوه.
د احمد شاه بابا له مړینې وروسته چې تېمور شاه ارامه او بې له کوم جنجاله واکمني وکړه، همغه د احمد شاه بابا برکت و. کله چې اردو د تېمورشاه د زامنو زمان شاه او شاه محمود تر منځ وویشل شوه.
ومو لیدل چې هېواد کلونه- کلونه له لوی ناورين سره مخ شو. مجاهدین هم ځکه په مستقیم واک کې تر ډېره پاتې نه شول، چې دوی وسله والو ځواکونو ته پاملرنه ونه کړه، وسله وال ځواکونه يې د خپلمنځي جګړو له پاره په خپلو منځو کې و یشل او وسلې يې کباړ او په پاکستان يې د سړې اوسپنې په بیه وپلورلې.
واک ته رسېدل اسانه دي خو د واک ساتل ډېر ګران کار او سترې پوهې ته اړتیا لري، ځکه د یوه غښتلي حکومت له پاره د ښه قانون تر څنګ غښتلي وسله وال پوځ ته اړتیا ده.
که واکمن شپه او ورځ د ځواکونو د غښتلتیا او وړتیاوو د لوړولو په هکله اندېښمن نه وي او د وړتیاوو د لوړولو لارې چارې له پامه وغورځوي نو مخکې تر دې چې مخالفین يې کورګي ور ټول کړي، ښه به دا وي چې په خپله خپل ډانګ او ډوبلي ټول او پر خپله مخه لاړ شي.
د افغانستان د وسله وال وال پوځ سرتېري د نړۍ د ډېرو زړورو سرتېرو په ډله کې شمېرل کېږي، که واکمنان يې د افسرانو او قوماندانانو په روزلو او پېژندلو کې جدي پاملرنه ونه کړي او یوازې په هغو کسانو حساب وکړي چې ملي ګټو ته ژمن نه وي، نو له یوه ناورین څخه به بل ستر ناورين ته ور ټیل وهل شو.
د افغانستان د وسله وال پوځ د لا پیاوړتیا په هیله.