Homeخبرونهقطر او امریکا افغانستان کې پر پانګونې خبرې کړي

قطر او امریکا افغانستان کې پر پانګونې خبرې کړي

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۴) په دوحه کې قطري او امریکایي چارواکو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي دي.

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې دوحه کې یې د قطر د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې دوی د دې سربېره افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو هم خبرې کړې دي او په دې غونډه کې امریکايي لوري له قطرغوښتي،  چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په بنسټیزو پروژو کې ونډه واخلي.

نوموړي ویلي، چې  په دې ناسته کې افغانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو هم په ټینګار سره خبرې وشوې.

خلیلزاد وایي دوی هڅه کوي تر سولې وروسته افغانستان کې سترې بنسټیزې پروژې پيل او په افغانستان کې د پام وړ اقتصادي وده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...