دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبرازیل د کورونا واکسین  جوړولو اعلان وکړ

برازیل د کورونا واکسین  جوړولو اعلان وکړ

خبریاله: عاقله اسد( شنبه د سرطان ۱۴)

د برازیل هیواد چارواکو اعلان وکړ چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د ازمیښتې واکسین جوړولو لپاره د ایسټرا زینکا شرکت سره یو تړون لاسلیک کوي.

په برازیل کې له کورونا ویروس سره د مبارزې د ډلې مرستیال الیسیو فرانکو وویل، په لومړۍ مرحله کې د احتمالې خطرونو په نظر کې نیولو سره ۳،۴ ملیونه ډوزه واکسین به تولید کړي چې د هغې ټول قیمت به د لیږد په شمول ۱۲۷ ملیونه ډالر شي.

د بریتانیا شرکت اسټرا زینکا اوس د انسانانو پراخه تجربې کوي ترڅو د واکسین اغیزمنتوب تایید کړي.

برازیل وايي چې دا به نه یوازې دې هیواد ته د کورونا ویرس دواکسین تولید ټیکنالوژي راوړي، بلکې دا هیواد به د ټولې نړۍ لپارت خپل واکسین صادر کړي.

چارواکو ویلي؛ “دا ښه خبر دی او ښیې چې نړۍ واکسین ته اړتیا لري ،” ابیل مانیز ، د برازیل اوسیدونکي وویل. واکسین به اوس یوازې څو میاشتې وخت ونیسي. “زه هیله لرم چې دا کار به وشي، “دا واکسین موږ ته د ژوند هیله راکوي ،” مارجریډا بیټکورټ، د برازیل یو ه بل اوسیدونکی وویل. ” تر هغه چې جوړ نه وي موږ سم نه یو.”

برازیل دوهم هیواد دی چې له متحده ایالاتو وروسته د کورونا ویروس کچه پکې لوړه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا ویروس پر وړاندې د د مبارزې لپاره واکسین تر ټولو ګټور بولي، مګر تجربوي مرحلې لا پای ته نه دي رسیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب