Homeخبرونهولسمشر د غضنفر د مړینې او تدفین لپاره کمیسیون وګوماره

ولسمشر د غضنفر د مړینې او تدفین لپاره کمیسیون وګوماره

تاند (شنبه، دسرطان ۱۴) ولسمشر غني د یو حکم پر اساس د یوسف غضنفر د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کېدو په موخه کمېسیون وګوماره

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه ټويټري پیغام کې لیکلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د اقتصاد او سوداګرۍ پراختیا اوبېوزلۍ کمولو په چارو د ولسمشر د ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کېدو په موخه کمېسیون وګومارل شو.

صدیقي زیاته کړې، د کمیسیون په ترکیب کې، د ملي دفاع، کورنيو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو او همداراز د ملي امنیت شورا دفتر، د ملي امنیت عمومي ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست استازي شامل دي.

د ولسمشر د حکم پر اساس، کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د ښاغلي غضنفر د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کولو په موخه هر اړخیز تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.

ولسمشر غني په یوه خپاره کړي پیغام کې د محمد یوسف غضنفر په مړینه خواشیني څرګنده کړې او دا یې د هېواد او نظام لپاره یوه ستره ضایع بللې ده.

ولسمشر ویلي هغه یو حلیم، خیرخوا ولسي او ملي شخصت بللی او زیاته کړې یې ده نوموړي د یو متحد افغانستان لپاره کار کاوه.

د نوموړي پر مړینې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو نورو حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو هم خواشیني ښودلې ده.

ښاغلی غضنفر تېره شپه د کرونا ناروغۍ له وجې ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...