شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د ایران استازي په دوحه کې له طالبانو سره...

د افغانستان لپاره د ایران استازي په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل

تاند(دوشنبه، د سرطان ۸) ایران وايي، د افغانستان لپاره د تهران ځانګړي استازي په دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمدابراهیم طاهریان وروسته له دې د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره ولیدل چې د روان جون په ۱۹/ حوزا ۳۰ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان په دوحه کې له طالب استازو سره وکتل.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل

د ایران تسنیم خبري اژانس، چې په سپاه پاسداران پورې اړوند دی، نن خبر ورکړ چې طاهریان په قطر کې له طالب استازو سره د بهرنیو ځواکونو د «دخالت» او د افغانستان د مسلو په اړه خبرې وکړې.

تسنیم همداراز لیکلي، د تاوتریخوالي کمېدا، د بهرنیو ځواکونو په تېره بیا د امریکا له مداخلې پرته د بین الافغاني خبرو پیل او د ایران او افغانستان د ګډو کټو اړوند مسلې هغه موضوعات وو چې دواړو خواوو پرې خبرې وکړې.

طاهریان، چې دوحې ته تللی، د افغانستان په اړه د شخړو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره هم وکتل.

طاهریان په داسې وخت کې قطر ته تللی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پرون د یوه پلاوي په مشرۍ د دوحې، اسلام اباد او تاشکند سفر پیل کړ.

1 COMMENT

  1. د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې او د خپلو شرایطو د دیکتې لپاره ترټولو ښه لاره همدا د ځانګړیو استازیو پټې خبرې او ملاقاتونه دي.
    ایران چې د شیخ آصف محسني له لارې حامدکرزی د دالرو او یورو په کڅوړو آموخته کړی وو ، طالبان خو به ضرور آموخته کوي .
    د هغوی بې تجربه ګي ، ساده توب ، په نړیوالو اړیکو نه پوهېدنه ، له قدرت نه محرومیت ، کلیوال توب ، بې سوادي د سیاسي او ملي کدرونو نه شتون ټول هغه عوامل دی چې له طالبانو په ډېره آساني سره ګټه اخیستلای شي .
    د موزیګي شلېدلیه کټه
    چې هره سوړه د ګنډم ژړا راځینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب