شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو...

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل

تاند (جمعه، د جوزا ۳۰) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق خان له ټاکل کېدو ۱۰ ورځې وروسته قطر ته تللی چې له طالب استازو سره وویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن افشا کړه چې محمد صادق خان د روان جون په ۱۶ او ۱۷ په دوحه کې د ملا عبدالغني برادر په شمول له طالب استازو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

ده طالب استازو ته وویل، پاکستان به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره خپل تسهیلوونکي رول ته دوام ورکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، صادق خان په دې اړه کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه وروستي «خورا ګټور او رغنده» سفر ته اشاره وکړه چې د پاکستان هلوځلو ته یې یوه نوې سا ورکړه.

د پاکستان لوی درستیز له ولسمشر غني سره د افغان سولې پر راتلونکي پړاو خبرې وکړې

په دې سفر کې، چې د جوزا په ۲۰ (جون ۹) وشو، له جنرال باجوه سره د پاکستان د استخباراتو رييس او صادق خان هم ملګري ول.

صادق خان د روان جون په شپږمه نېټه (جوزا ۱۶) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو.

پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي طالبان له امریکا سره د سولې د موافقې پر تطبیق کولو وستایل.

ده همداراز یادونه وکړه چې د امریکا او طالبانو له موافقې سره سم د بندیانو خلاصون به د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل د بنسټ ډبره وي.

محمدصادق خان د خیبرپښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی، له پېښور پوهنتون څخه یې په سیاسي علومو ، د کولمبو له پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو  او د اسلام اباد له ملي دفاعي پوهنتون څځه یې په امنیتي مطالعاتو کې ماسترۍ اخیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب