یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

تاند (شنبه، د جوزا۱۶) پاکستانی دیپلومات محمدصادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو.

محمد صادق خان په افغانستان کې د پاکستان د سفیر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی او د پاکستان د ملي امنیت شورا د غړي په توګه کار کړی دی.

د پاکستان راډیو نن وویل چې محمد صادق خان د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنه کې وویل چې د سیمې پرمختګ په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی.

ده همداراز وویل، د افغانستان په سوله او پخلاینه کې د پاکستان رول نړیوالو ستایلی او دا یو ډله ییز مسوولیت ګڼل کېږي.

شاه محمود قریشي وویل چې پاکستان به د سیمې د امنیت او ثبات لپاره خپل رول ادا کړي.

قریشي هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه د محمدصادق خان ګومارنه به د افغانستان او پاکستان د اړیکو له لا ښه کېدو سره مرسته وکړي.

محمدصادق خان د خیبرپښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی، له پېښور پوهنتون څخه یې په سیاسي علومو ، د کولمبو له پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو  او د اسلام اباد له ملي دفاعي پوهنتون څځه یې په امنیتي مطالعاتو کې ماسترۍ اخیستي دي.

4 COMMENTS

  1. ځانګړی استازی که ځانګړی شیطان؟!
    ۱۹۹۲ کې روس او ۲۰۲۰ کې امریکا، افغانستان لکه زخمي اووری په میدان پرایږدي او د سیمې کفتاران ورته غاښونه تیره کوي

  2. نو افغان دولت څه بلا وهلی دوی ړی هم د پاکستان د پاره ځانګړی استازی وټاکی

  3. ښاغلي شمس سلام
    افغان دولت بلا نه دي وهلي هلته د اهل او وتن دوسته شخسيتونو کمښت ده تاسي فکر وکړي چيرته چه د يوي کابيني چوکی ته غله قتلان کتر ولاړ وي او په زور يي غوښتل کوي له داسي يوه دولته څنګه يوه ملي ستراتيژي چي د افغانستان په گټه ولاړه وي هيله لرلای شو. د ګلمرجان د ملکرو لست ته چه سړي وګوري ۹۹٪ بي له ښاغلي احدي ازمويلي غله دی.
    دا اولس به څه وخت را ويښ شي چي د د غو غلو تغرخو ور ټول کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب