اتفاق غرونه سوري کوي
په زور کلي نه کیږي
اتڼ په دوو ګوتو نه تودېږي
پردی جنګ نیم اختر دی
اختر پټ میړه نه دی
پیاز دې وي په نياز دې وي
ازمايلي بيا مه ازمایه
ته تر ما جار زه تر تا جار
اس چې د خرو سره اوسیږي، د خرو په خوی کیږي
اصل ختا نه لري کم اصل وفا نه لري
بارونه يې تړل اوښانو ژړل
بد مه کوه بد به نه ويني
بې ډوډۍ ښه دی بې کوره نه
چې نه کار هلته څه کار
د یوه لاسه ټک نه خيژي
جاهل ته دوه ځله سلام کوه
جنګ په وسله کیږي ننګ په غله کيږي
بیړه د شیطان کا دی
په ښو بیړه په بدو تلوار
د نر یا خرپ وي یا ترپ
د وطن سویه د وطن سپي نیسي
د ګيدړ استازی ګيدړ وي د زمري، زمری
دنيا د هغه ده چې خوري يې نه چې ساتي يې
او زور غل په خپل ولس کې غلا نه کوي
د پښتو ادب مينه والو ته په مينه ډالۍ.
جنرال دولت وزیري