یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابلوف: د افغانستان د راتلونکې لپاره ښې هیلې شته

کابلوف: د افغانستان د راتلونکې لپاره ښې هیلې شته

تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه د افغان کړکېچ حل ته لاره هوارولای شي او دواړه لوري د یادې توافقنامې دژر  پلي کېدو  او بین الافغاني مذاکراتو د پیل ملاتړي دي.

سپوتنیک خبري اژانس د کابلوف له قوله لیکلي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره نېکي هیلې شته او تمه ده د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه به د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې روسیې د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې هوکړې هرکلی کړی او یاد دواړه لوري هم د توافقنامې د  پلي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيل ملاتړي دي: ((پرته له شکه، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه غوره انګېزې شته، موږ د دوحې له توافقنامې ملاتړ کړی او باوري یوو چې دا توافقنامه به د افغانستان د وضعیت په حل کې مرسته وکړي،  موږ وینو چې متحده ایالات او طالبان دواړه د توافقنامې د ژر پلي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ملاتړي دي.))

د کابلوف په خبره، د بین الافغاني مذکراتو پيل په دې پورې اړه لري، چې حکومت څومره ژر طالبان بندیان خلاصوي او خپل مذاکراتي ټیم ټاکي.

د نوموړي له قوله، بین الافغاني مذاکرات هغه وخت بریا ته رسېږي، چې ښکېل لوري یو بل ته تمایل وښيي او توافق ته د رسېدو لپاره قوي تعهدات ولري.

دا په داسې حال کې ده چې دم ګړۍ د طالب او دولتي زندانیانو تبادله دوام لري، د طالبانو یو تخنیکي ټيم د خپلو بندیانو د څار په موخه کابل ته راغلی او همداراز د افغان سولې لپاره  د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته د لارې هوارولو په موخه د دوحې، اسلام اباد او کابل په سفر راوتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب