شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهکابل کې د افغاني محصولاتو انلاين نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د افغاني محصولاتو انلاين نندارتون پرانیستل شو

تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: د افغاني محصولاتو انلاين نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو .

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه نندارتون په مرسته به افغاني محصولات د انټرنیټ له لارې سوداګرو ته معرفي کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا زیاتوي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازارموندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی.

نوموړي وویل چې، په دغه درې ورځني نندارتون کې يوولسو شرکتونو د غاليو ، زعفرانو ، لاسي صنايعو، دوچو او تازه ميوو ، طبي بوټو ، حبوباتو او سبو په ګډون خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي .

دوی وایي هڅه کوي چې افغاني توکو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.

دغه راز کورني توليدات اومحصولات دزوم اپليګيشن له لارې په انلاين ډول څه دپاسه پنځوسو بهرنيو سوداګرو ته معرفي شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب