شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهحکومت ښوونځي بیا رخصت اعلان کړل او قرنطین یې وغځاوه

حکومت ښوونځي بیا رخصت اعلان کړل او قرنطین یې وغځاوه

تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: حکومت پریکړه کړې چې سر له سبا څخه مامورینو، ښاریانو او زده کوونکو لپاره د قرنطین نوې مقرره او لایحه پلې کړي.

د دې کړنلارې له مخې په بازارونو او کارځایونو کې د تګ راتګ پر مهال د ماسک کارول او د دوه متره واټن په پام کې نیول ، له لسو تنو څخه د زیاتو کسانود راټولیدو مخنیوی، له کورونو څخه د پاخه عمر لرونکو نه وتل، پر ویروس ضد درملو د کارځایونو او تولیدي فابریکو د چاپیریال ککړول(ضدعفوني کول) او په دولتي ادارو کې د کار دوه وختونه (شفتونه) په پام کې نیول اړین دي.

د نوې تګلارې په اساس چې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ ناسته کې منظور شوې ده، دعامې روغتیا وزارت دنده لري چې دا کړنلاره داړوندو ادارو سره په ګډه په ټول هیواد کې پلې کړي.

د دې کړنلارې له مخې به ټول دولتي او خصوصي ښوونځي تر راتلونکو درې میاشتو پورې په حضوري بڼه رخصت وي خو په انلاین توګه کولای شي خپل درسونه او نورې چارې پر مخ یوسي، که د درې میاشتو په موده کې د کورونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې بهبود او ښه والی راغی کابینه به په دې اړه بله پریکړه کوي.

همدارنګه ددې کړنلارې له مخې ټول هوټلونه، د ودونو، فاتحو او کنفرانسونو ځایونه(هالونه)او نورې کلتوري او ټولنیزې ناستې منع دي هوټلونه کولای شي خپلو مشتریانو ته کورونو او د هغوې د غوښتنې ځایونو ته پاخه شوي خواړه ورواستوي.

په دې کړنلاره کې د ښاري بسونو او د ټولو هغه نقلیه وسایطو پر فعالیت بندیز لګیدلی چې له څلور تنو زیاتی سورلۍ لیږدوي.

همداراز خصوصي سکتور کولای شي چې د عامې روغتیا وزارت د سپارښتونو په بام کې نیولوسره خپل تولیدي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

خو دا هر څه په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې تازه د کورونا پېښې ۲۰ زرو ته نږدې شوي او غیر رسمي ارقام تر هغو څو چنده زیات ګڼل کیږي چې دولت یې خپروي.

1 COMMENT

  1. د عامې روغتیا پرېکړې له منطق اونړیوالو نورمونو سره برابرې دي خو پدې شرط چې د ولس له خوا عملي شي او دوی په خپل ځان رحم کړي .
    کوررونا یوه جدي ناروغي ده ، د هيچا مراعات نه کوي ، خو د مشرانو او هغوی لپاره چې د زړه ، شکرې او لوړفشار او بډوډو ناروغي لري زیاته خطرناکه ده . د قرنطین په مراعاتول سره ځانونه او خپل خپلوان له دې ویروس نه وساتئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب