د یو چا چرګه ورکه شوې وه. میرمن يې میړه ته وویل: چې چرګه ولټوي. میړه يې ور ته وویل: بلا ورپسې دومره ارزښت نه لري. میرمن يې هم په غله پسې څو ښېرې ور و شړلې.
بله ورځ يې د لاندي پسه ورک شو، بیا يې میرمن په ښېرو سر شوه. مېړه يې ورته وویل خیر بل به واخلو.
دا ځل يې غوا ورکه شوه، میرمن يې بیا میړه ته وویل، سړیه غوا ورکه شوه. میړه يې د چرګې په لټولو پیل وکړ، میرمن يې ورته وویل چې ته عجیب سړی يې. غوا نه لټوې د چرګې په غم کې شوې.
میړه يې ورته وویل په ښېرو څه نه کیږي. زه باید چرګه ولټوم چې چرګه پیدا شوه غوا په خپله پیدا کیږي.
دوستانو موږ ټوله ورځ په ګیلو، ښېرو او دعاګانو تېروو او له لومړۍ ورځې د هیواد، خپلو خلکو او حیاتی مسئلو سره ډیر سطحي چلند کوو.
موږ کله یو او کله بل ملامتوو. داسې فکر کوو چې دا ټول ملامت نور دي چې موږ دومره بدبخته یو او هر څوک مو په ډیره اسانه ډبوي.
فکر کوم يوازې به نور ملامت نه وي، موږ به هم تر ډیره د خپل هیواد په هکله مقصر یو.
بيانو راځئ چې د مشکل اساسي غم وخورو. په ګیلو په ښېرو او په دعاګانو څه نه پوره کیږي.
د شاه سم حکومت و، سردار داودخان د عقدې له مخې ورته د پای ټکی کیښود، بدبختی له دې ځایه پیل شوه. اعدامونه، زندانونه او له هیواده وتل پیل شول. یو شمیر د ذوالفقار علي بوټو غیږې ته ور ولوېدل او هغه په نره د داودخان پر ضد د خپلو شومو موخو له پاره ترې کار واخیست.
د ارواښاد باز محمد خان منګل کور د شهرارا په سیمه کې و. یوه ورځ زه د هغه له زوی عبدالولي باز سره کور ته ورغلم.
ماښام د داود خان سرياور ارواښاد تورن عبدالمجید باز منګل کور ته راغی. د خبرو په جریان کې يې راته عجیبه کیسه وکړه. ويې ويل:
«د داود خان او ذوالفقار علي بوټو تر منځ غیررسمې ناسته وه. دوی سره عادي خبرې کولې. په خبرو کې داودخان بوټو ته وویل چې په ژوند کې دې ستر ارمان کوم دی؟ بوټو ورته وویل ستر ارمان مې دا دی چې له پاکستان څخه اټومي هیواد جوړ کړم. وايې بوټو له داودخان څخه پوښتنه وکړه چې ستا ستر ارمان کوم دی؟ داود خان ور ته وویل زما ستر ارمان د څلورو بيلو شويو پښتني سيمو (د بلوچستان، د صوبه سرحد، د قبایلو او په پنجاب پورې تړلې سیمې)) تړل له افغانستان سره دي. وايي بوټو ورته وویل دا خو ډیر آسانه کار دی د پاکستان پنځمه سوبه شئ، له دې سره به ټول یو ځای شئ. ده وویل له دې خبرې وروسته خبرې بې خونده او ناسته په یوه او بله بانه پای ته ورسیده.»
اساسي مشکل ډېر ستر دی. موږ بېځایه کله په یوه پسې او کله په بل پسې اخته یو او ځان ته مو هیڅ فکر نه دی.
خلقيانو او پرچميانو په دې سره وهل چې کوم او یو شوروي ته سکنی دی. ټوله ورځ به په دې اخته وو چې شوروي ملامت دی او ځان ته به يې خیال هم نه و.
د دې پر ځای چې دوی لومړی ټول افغانان او په ځانګړي توګه خلقيانو او پرچميانو سره یو کړي وای، دوی به له شوروي نه په ګیلو سر وو.
په پاکستان کې د تنظیمونو هم همدا حال و، هغه تنظیم به ډیر ښاغلی و چې د پاکستان د زړه سر وای، د دې پر ځای چې خپله انرژي يې پر یووالي مصرفولای دوی به د پاکستان د خوشحالولو لپاره تنظیمي جګړو ته زمینه برابروله.
په کابل کې د تنظیمي جګړو پر وخت دواړه غاړو ته د پاکستان او ایران لاس و. جنرال حمیدګل به سهار له یوه او ماښام به بیا له بل سره و او په قاسم ساماني پسې خو تر اوسه اوښکې تویوي.
دوی د دې پر ځای چې لومړی يې د ډاکتر نجیب الله سره ګډ حکومت او که نه بیا په منځ کې ګډ حکومت را منځ ته کړی وای. خو دوی د پاکستان او ایران په مینه او غندلو بوخت وو.
طالبانو سره د تنظیمونو د ظلم، چور او تالان له لاسه ټول ملت په یوه غږ ودریدل، په ډیر کم وخت کې د خلکو په مرسته پر کابل حاکم شول.
دوی هم د دې پر ځای چې افغانان يې را ټول کړي وای او یو غښتلی حکومت يې را منځته کړی وای، دوی ځان په کورنیو جګړو کې ښکیل او د امریکایانو په غندلو يې ځان بوخت کړ. بېوزلی هیواد او بېوزلي خلک يې ناحق له ټولې نړۍ سره په دښمنۍ ککړ کړل.
را به شو را وروسته واکمنیو ته، د دې پر ځای چې پر ملي یووالي کار شوی وای او دېته زمینه نه وای چمتو شوې وای، چې طالبان د پاکستان او ایران غیږې ور لوبغالي وای.
دوی پر لوټه سپاره او کشمیر يې لیده. شپه او ورځ د پیسو په ټولولو او د نورو په غندلو او ملامتوي يې ځان او ټول ملت غولاوه.
راځي چې د حل اساسي لاره خپله کړو، د پاکستان او ایران په غندلو څه لاس ته نه راځي او نه په ښیرو او دعاګانو څه تر لاسه کولای شو.
که چاره ونه سنجوو، پاکستان به جګړې ته نور هم دوام ورکړي او څومره يې چې له لاسه کېږي جګړه به اوږده کړي. ايران به نور هم زموږ په وژلو بسنه ونه کړي، کله به مو په اوبو وژني، کله به مو په اور وژني او کله به مو د کرونا په تور وژني.
دې ټولو ناخوالو ته د پای ټکې یوازې په یوازې ملي یووالي او په یوه مرکز راټولیدل دي. که اوس هم سره یو نه شو بشپړ نابودیږو.
پر هیواد او ملت رحم په کار دی که نه د تاریخ جبر ډیر ظالم دی پر هیچا رحم نه کوي. راځي چې د تاریخ له محکمي ځان وساتو او لوی څښتن تعالی له ځانه راضي کړو.